سوداګري

طالبانو د ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو ایستلو اوه تړونونه لاسلیک کړل

طالبانو له افغاني، چینايي، ترکي، ایراني او بریتانیايي شرکتونو سره اوه د سرو زرو، مسو، سرپو، جستو او وسپنې کانونو د ایستلو تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي چې اوس هېڅوک نه شي کولای د افغانستان په کانونو کې ناقانونه کړنې وکړي.

طالبان له نړۍ سره د ښو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو غوښتونکي دي.

خصوصي برخه له طالبانو غواړي چې په دغه راز تړونونو کې تر ډېره افغانانو ته ونډه وکړل شي.

د وسپنې ایستلو تړون یو ګټونکی شرکت وایي چې ترکي شرکتونه د وسپنې کان په ایستلو کې له دوی سره مرسته کوي.

ددغو قراردادونو ټول ارزښت شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیون ډالره بلل شوی او ددغو تړونونو موده له پنځو تر دېرشو کلونو بلل شوې ده.