ښځې

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې د زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو اندېښنه

د ښځو په وړاندې د محدودیت یوه پایله، په ښځو او نجونو کې د ځانوژنې پېښو زیاتوالی دی ـ دا هغه اندېښنه ده چې د ملګروملتونو له خوا هم مطرح شوې.

هغه شمېرې چې ګارډین ورځپاڼې خپرې کړې ښيي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له دوبي راهیسې د افغانستان له دریو په یوه برخه ولایتونو په تېره بیا هرات او نیمروز کې په ښځو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.

د ښځو د سياسي مشارکت شبکې غړې نرګس عزیزی وايي: «باید نړۍ بینا شي او ملګري ملتونه ويښ، بشري حقونه چېرته دي چې له افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي.

طالبانو د روغتیا برخې کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ښځو د ځان وژنو د پېښو شمېر له رسنیو سره شریک کړي.

خو په تېرو دوو کلونو کې په ښکاره د دغو ښځو او نجونو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي:
– مرسل نبي زاده    د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې
– شکریه الکوزۍ     په کابل کې ډاکتره
– گلسر       په اندخوی کې محصله او مدني فعاله
– خاطره        په نیمروز کې د ښوونځي ښوونکې
– حورا سادات      په کابل کې یوټیوبره او مدني فعاله
– سمیه        په بلخ کې محصله
– زینب عبدالهي      په کابل کې
– حليمه امامي       په بامیان کې
– شریفه        په بلخ کې محصله او مدني فعاله
– فاطمه        په بلخ کې محصله او مدني فعاله
– زينب       په کابل کې مدني فعاله
– فروزان صافۍ         په مزارشریف کې مدني فعاله
– نفیسه بلخي         په بلخ کې قابله
– ثمرګل         د کاپیسا په دوربافان کلي کې د ښځو استازې
– فروزان       په کابل کې محصله

له دې ډلې تېره اونۍ په کابل کې د یوې یوټیوبرې حورا سادات وژل کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.

د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې یوه مبارزه وکاروي.»

د ځان وژنې ترڅنګ، د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او کاري زمینو په نشتوالي کې د روحي او رواني ناروغیو زیاتوالی هغه نورې ستونزې دي چې تل پرې تینګار شوی دی.

د ښځو د حقونو فعاله حسینا رسولي وايي: «هرڅوک چې اعتراض کوي ځپل کېږي او په چوپتیا محکومېږي.»

که څه هم طالبانو د افغان ښځو او نجونو د مرموزو وژنو او ځانوژنو په اړه کره شمېر نه دی وړاندې کړی، خو د دوی د کورنیو چارو وزارت د تېر کال تېر کال په سلواغې میاشت کې اعلان وکړ چې په یوه کال کې یې په ټول افغانستان کې ۳۶۰ د ځانوژنې پېښې ثبت کړې دي.