نړۍ

له ۲۰۲ کال وروسته په افریقا کې اتمه کودتا؛ د ګابون لوړپوړو پوځي افسرانو کودتا وکړه

د ګابون د پوځ د جګپوړو افسرانو یوې ډلې د چهارشنبې په سهار د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې اعلان وکړ چې په مرکزي افریقا کې یې د دغه هیواد واک په لاس کې واخیست.

دا اقدام څو دقیقې وروسته له هغه وشو چې د ګابون د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

اروپايي ټولنې ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د وزیرانو ترمنځ د ګابون د کړکېچ په اړه خبرې وشي.

د چهارشنبه په سهار ، یو بل افریقایي هیواد د یو نوي بدلون شاهد و، هغه بدلون چې دا ځل د ګابون پوځ د لوړ پوړو غړو لخوا د پوځي کودتا په اعلان سره رامنځته شو.

دلته د ګابون په ملي ټلویزیون کې د افریقا په مرکز کې د دغه هیواد پوځ د جګپوړو افسرانو یوې ډلې اعلان وکړ چې واک یې په لاس کې واخیست او ټولې دولتي ادارې یې هم لغوه اعلان کړې.

د ګابون یو پوځي افسر وايي: «نن د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۰مه، موږ دفاعي او امنیتي ځواکونو، د بنسټونو د لیږد او بیا رغولو کمیټې په غونډه کې، د ګابون د خلکو او بنسټونو د ساتنې ضامن په استازیتوب پریکړه وکړه چې د اوسني رژیم په ختمولو سره له سولې دفاع وکړو.»

دا اعلان څو دقیقې وروسته له هغې وشو چې د دغه هیواد د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې ولسمشر علي بونګو د دریم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی شو.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول وايي چې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به په ګابون کې د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بوریل وايي: «که دا موضوع تایید شي، نو دا به یوه بله پوځي کودتا وي چې په ټوله سیمه کې به بې ثباتي زیاته کړي.»

دا کودتا په داسې حال کې کېږي چې له افریقایي هېوادونو یو بل هېواد سوډان هم، په دغه هېواد کې د دوو پوځي اړخونو ترمنځ د جګړې شاهد دی. له ۲۰۲۰ کال راهیسې دا په مرکزي او لویدیځه افریقا کې اتمه کودتا ده.