سوداګري

د افغانستان له پولې د تېلو ټانکرونو د ورستنولو په وړاندې د ایران اعتراض

د طالبانو له خوا د ایران د تیلو ټانکرونو د بیرته ستنېدو په غبرګون کې د ایران د تیلو صادرونکو ټولنې د مدیره پلاوي مشر ادعا کوي چې مافیا افغانستان ته د ایراني تیلو د واردولو د مخنيوي په هڅه کې ده.

احمد معروف خاني د ایراني تېلو د خراب کیفیت په اړه د طالبانو ادعا ردوي او ټینګار کوي، چې د ترکمنستان او ازبکستان ګټې دا دي، چې افغانستان ته د ایراني تېلو د واردېدو مخه ونیسي او د افغانستان له بازاره زیاته ګټه ترلاسه کړي.

ایراني رسنیو لیکلي، چې د ایران د تېلو محصولات په بېلابېلو پلمو بېرته ګرځول کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دوشنبې په ورځ طالبانو د فراه پولې په ۷۸ کیلو مټرۍ کې د ایراني تېلو ۴۵ ټانکرونه بېرته ورستانه کړل.