سویلي آسیا

د پاکستان یوې محکمې د عمران خان خلاف د قتل تورونه رد کړل

د پاکستان یوې محکمې نن دوشنبې د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران خان په وړاندې د قتل تورونه رد کړل.

د ښاغلي خان وکیل نعیم پانجوتا په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د بلوچستان د سویل په کوټې ښار کې د یوه وکیل د وژلو اړوند تورونه د بلوچستان د سترې محکمې له‌خوا رد شوي دي.

عمران خان کابو درې میاشتې مخکې په قتل تورن شو او له واکه له ګوښه کېدو راهیسې، له دغه او کابو ۱۷۰ نورو دوسیو سره چې د نوموړي خلاف مطرح شوې، مخ شوی دی.

هغه دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو کې د مالي فساد د یوې دوسیې اړوند ونیول شو او لا هم په زندان کې دی.