افغانستان

ملګري ملتونه: په روان زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۱ میلیونه وګړو مرستې ترلاسه کړې

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۳ کال د بشري غبرګون پروګرام په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو ډېرو کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې نږدې ۲۰ میلیونه کسانو مستقیمې مرستې ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، په راتلونکو میاشتو کې به په میلیونونو هغه خلک چې بشري مرستې یې ترلاسه کړي بیا هم دوامدار ملاتړ ته اړتیا ولري. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو په کار کولو بندیز د ملګرو ملتونو او غیر دولتي مرستندویه ادارو لپاره په عملیاتي او محافظتي چاپیریال کې ننګونکې پیچلتیا زیاته کړې ده.

له ۲۹ میلیونو ډېر زیات افغانان د بشري ناورین په څره کې بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې په روان کال کې په افغانستان کې د بشري غبرګون پروګرام ۲۱.۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی او ۱۹.۶ میلیونه اړمنو کسانو مستقیمې بشري مرستې ترلاسه کړپ دي. خو دا د کار پای نه دی. د ملګرو ملتونو په وینا، حتی هغه ملیونونه کسان چې مرستې یې هم ترلاسه کړي دي په راتلونکو میاشتو کې به دوامداره مرستو ته اړتیا ولري. یو شمېر کارپوهان وايي چې د مرستو د وېش طریقه ګټوره نه ده.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «یوازې د متحده ایالاتو شاوخوا دوه میلیارده ډالر او په ټولیز ډول پنځه ملیارده ډالر مرستې چې په دوه کلونو کې د ښه ژوند ساتلو لپاره ورکړل شوې وې، له بده مرغه برعکس پایله ورکړې او فقر په سلړ کې له ۹۲ سلنۍ څخه ۹۷ سلنې ته لوړ شوی. او حتی له د ۹۷ سلنې څخه هم یو څه لوړ دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو په برخه کې د ۱.۳ میلیارد ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی. له همدې امله دغه دفتر وايي، په وروستیو میاشتو کې ۱۸ میلیونه تنو خوراکي توکي نه دي رسېدلي او له ۳ میلیونو ډېرو اړمنو کسانو ته د مرستو کچه نیمايي ته راټیټه شوې ده.

اقتصادي کارپوه شبیر بشیري وايي: «دغه مرستې وتوانېدې چې تر نن ورځې پورې د لوږې او بې وزلۍ له امله د مړینې له کچې مخنیوی وکړي. خو د بې وزلۍ د رېښې او پر مرستو د افغانانو د تکیې له منځه وړلو لپاره، موږ اړتیا لرو چې زیربناوې او پراختیايي پروژې پیل کړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د ملګرو ملتونو او نادولتي مرستندویه ادارو لپاره پع عملیاتي او محافظتي چاپېریال کې ننګونې پېچلې کړیې دي.

د بېکارۍ لوړ ګراف او اقتصادي سقوط خلک بې وزلۍ کې بند کړي او په دوامداره توګه مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر زیاتیږي.

د تخار اوسېدونکی عبدالحکیم وايي: «نن ورځ اکثره ځوانان د کار د نشتوالي له امله کډوالۍ ته زړه ښه کوي او په سیمه او نړۍ کې زموږ سلګونه ځوانان د اوبو خوراک کیږي.»

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده، خو د مرستو سرچینې په وچېدو دي او د خلکو ژوند حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دی.