نړۍ

ماداګاسکار کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ۱۲ تنه مړه شول

د ماداګاسکار پلازمېنه انتاناناریوو ښار کې د یوه لوبغالي په دروازه کې د ګڼې‌ګوڼې په پایله کې لږترلږه ۱۲ تنه مړه او کابو ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې ګڼې‌ګوڼې د رامنځته کېدل لامل روښانه نه دی.

ویل کېږي، چې زیات شمېر خلکو غوښتل د هند سمندر شاوخوا ټاپو ترمنځ د سیالیو د پرانیست په مراسمو کې د ګډون لپاره د دې هېواد ملي لوبغالي ته دننه شي.

د دې هېواد چارواکو ویلي، چې د دې پېښې د ۱۱ ټپیانو وضعیت نازک دی.

په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې هم د ماداګاسکار په یوه بل لوبغالي کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ۱۵ تنه مړه شول.