نړۍ

د واګنر ډلې د مشر مړینه او د اوکراین د خلکو خوښي

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته زرګونه جنایت کاران یې د روسیې له زندانونو وګمارل او په اوکراین کې یې د جګړې لومړۍ لیکې ته ولېږل.

پریګوژین د اوکراین د ښارونو په تېره بیا باخموت په نیولو کې مهم رول درلود.

خو د پوتین هېوادوال پریګوژین د روان کال د جون په ۲۳مه د روسیې دفاع وزارت تورن کړ چې د اوکراین په جګړه کې یې روسي پوځیان له تلفاتو سره مخ کړي دي.

دا چاره ددې لامل شوه چې هغه د دې لپاره چې د روسي پوځي مشرانو سزا کول یې بللي و، پر مسکو یرغل وکړي.

خو د بلاروس په منځګړیتوب دغه پوځي مخالفت پای ته ورسېد او ټاکل شوې وه پریګوژین بلاروس ته ولاړ شي او پوتین د واګنر پوځیان د روسیې لپاره د دوی د تېرو خدماتو له امله وبښل.

له بلې خوا، په وروستي تصویر کې چې د دوشنبې به ورځ له پریګوژین څخه خپور شو، پکې ښودل شوي چې هغه په یوه دښته کې وسله په لاس ولاړ دی او وایي، افریقا ته راغلی ترڅو د داعش او القاعدې لپاره ژوند په دوزخ بدل کړي.

د واګنر ډلې مشر یِوګني پریګوژین وايي: «موږ د کار په حال کې یو. د هوا تودوخه له ۵۰ درجې لوړه ده، هر څه زموږ په خوښه دي. واګنر د پېژندلو او لټولو اقدامات ترسره کوي، روسیه په ټولو لویو وچو کې پراخوي او افریقا لا ازادوي. د افریقا د خلکو لپاره عدالت او خوښي راوړي او موږ به د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو لپاره ژوند په یوه خوب بدل کړ.»

خو له هغې یوه ورځ وروسته، د چهارشنبې په ورځ د مسکو په شمال کې یوه کوچنۍ الوتکه وغورځېده او ځایي رسنیو رپوټ ورکړ چې په دې پېښه کې د پرېګوژین په ګډون لس تنه ووژل شول.

د هغه د وژلو خبر، د اوکراین اوسېدونکي خوشحاله کړي دي، خو ددغه هېواد یو شمېر سرتېري په دې باور دي چې د هغه مړینه یوه ډرامه ده ترڅو پریکوژین وکولای شي وتښتي.

د اوکراین اوسېدونکې پولینا کاساچکووا وايي: «دا خبر یوازې د خوښۍ لامل کېږي. غواړم دا ډول خبرونه زیات واورم، دا د اوکراین لپاره کار ډېر آسانه کوي.»

یو اوکراینی سرتېری وايي: «زه باوري یم چې د واګنر مشر خپله مړینه صحنه سازي کړې ترڅو وتښتي او څوک پوه نه شي چې چېرته پټ شوی دی.»

له بلې خوا، د واګنر ډلې اړوند د تلګرام چینل د پرېګوژین مړینه تایید کړې او هغه یې د یوه هېوادپال سړي په توګه یاد کړی دی.

تراوسه روښانه نه ده چې آیا په ريښتیا د مسکو په شمال کې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د واګنر ډلې مشر وژل شوی که نه.