سویلي آسیا

شاه محمود قریشي په ځانګړې محکمه کې حاضر شو

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ د پټ رسمي لیک د افشا کولو دوسیې ته د رسېدنې لپاره په یوه ځانګړي محکمه کې حاضر شو.

ښاغلی قریشي د شنبې په ورځ د سایفر په نوم دوسیې په تړاو چې په هغې کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، امریکا تورنه کړې وه چې له واکه د هغه د تېر کال په لیرې کولو کې یې رول لرلی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ هم د اسلام آباد په محکمه کې حاضر شو او دا دوسیه یې ساختګي وبلله او وې ویل چې دا دوسیه د سیاسي اختلافاتو له امله جوړه شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وکیل شعیب شاهین وايي: «دا ثابتېږي چې یوه بهرني دولت د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده. عمران د خپل لومړي وزارت پرمهال یو کمېسیون جوړ کړ او لوړپوړي قاضي له هغه پټ لیک سره مخالفت کوي او وايي چې دا د هېواد د خپلواکۍ مسله ده، خو وروسته عمران خان د نه باور رایه ترلاسه کوي.»

ویل کېږي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مخکینی مشر اسد عمر چې عمران خان نه نږدې کس و، هغه هم د یکشنبې په ورځ ددې دوسیې په تړاو نیول شوی دی. خو تحریک انصاف ګوند وايي چې ښاغلی عمر له پرون راهیسې بې درکه شوی دی.

د پاکستان د فډرال څېړنو ادارې عمران خان او شاه محمود قریشي تورن کړي چې له دغه پټ لیک څخه د سیاسي موخو لپاره کار اخلي.

له بلې خوا، د دوشنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند پلویان په راولپنډۍ ښار کې لاریون وکړ او له بنده یې د عمران خان د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

د بلوچستان لپاره د تحریک انصاف ګوند منشي سالار خان کاکړ وايي: «زه د عمران خان ناقانونه او له زورویلو ډک نیول کېدل غندم، په داسې حال کې چې تر ټولو لوی غل آزاد ګرځي خو یو مشر چې په څلورو ایالتونو کې زیات پلویان لري په دې ډول نیول کېږي، باید وغندل شي.»

د محرمانه لیک په اړه اوازې په مارچ میاشت کې خپرې شوې چې وویل شول یو بهرنی هېواد له واک څخه د عمران خان د ګوښه کولو غوښتونکی شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان فډرال کابینې د خان خلاف د اقدام غوښتنه وکړه او ددغه هېواد د څیړنو په اداره کې یوه دوسیه ثبت شوه.

عمران خان ویلي چې د امریکا له خوا دا پټ لیک، له واک څخه د هغه د ګوښه کېدو لامل شوی دی.

خو امریکا له واک څخه د نوموړي په ګوښه کولو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.