افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان بشردوستانه مرستو ته د اړتیا لوړې کچې ته رسېدلی

په افغانستان کې د بشري ناورین د لمنې په لا پراخېدو سره د اړمنو شمېر زیاتېږي.

که څه هم په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د نړۍ د بشري مرستو چورلیز و، خو د اړمنو شمېر نه دی کم شوی، برعکس لکه څنګه چې د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږۍ کوونکی وايي، اوسمهال څه د پاسه ۲۹ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ که څه هم تېر کال ۲۶ میلیونه وګړو ته مرستې رسېدلې وې.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږۍ کوونکې دانیال انډرس وايي: «اوسمهال په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او څه د پاسه ۲۹ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. له بلې خوا، د تمویل سرچینې د وچېدو په حال کې دي او دا چاره د میلیونونه وګړو ژوند او روغتیا ګواښي، موږ اجازه نه شو ورکولای چې دا کار وشي.»

بشري مرستو ته د اړتیاوو په دې لوړې کچې سره د هغه فلج کوونکي مالي ناورین له امله چې ملګري ملتونه ورسره مخ دي له افغانستان کې د مرستو کچه په کمېدو ده. لکه څنګه چې په راتلونکې میاشت کې په افغانستان کې له دوه میلیونه نورو اړمنو سره هم د خوراکي توکو مرستې درول کېږي. له تېر زېږدیز کال راهیسې د بشردوستانه مرستو لږ ترلږه اته میلیونه اړمن له مرستو بې برخې شوي دي.

ملګري ملتونه په روان کال کې بیړنیو بشردوستانه اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخ دي. له همدې امله یې له افغانستان سره د مرستې رسولو بهیر په پړاویز ډول کم کړی دی.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «ددې لپاره چې له بشري ناروین څخه مخنیوی وکړو، باید اوسنۍ واکمني له نړیوالو سازمانونو سره په ګډه مرستې رسول پيل کړي او باید اوسنۍ واکمني ټول خوراکي خوندیتوب پر ملګروملتونو او نورو سازمانونو وانه چوي.»

په دې لړ کې، د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږۍ کوونکي ویلي چې په تېرو دوو کلونو یعنې د طالبانو په واکمنۍ کې، په افغانستان کې د دوی دېرش کارکوونکي وژل شوي چې د هغه په وینا د بشردوستانه مرستو له کارکوونکو پرته به میلیونونه وګړي د ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی ونلري.