ورزش

مسي د اتلولۍ په ۴۴ جامونو سره د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو مخکښ لوبغاړی

ارجنټاینی لوبغاړی لیونل مسي په کاپ لیګونو او اینترمیامي کې په اتلولۍ سره د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

اینټرمیامي نن سهار د کاپ لیکونو په پایلوبه کې له نشویل سره لوبه وکړه او په پنالټي کې یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.

دا لوبه په قانوني وخت کې ۱- ۱ پایلې سره پای ته ورسېده او د اینټرمیامي یوازینی ګول بیا هم مسي وواهه چې تراوسه یې تل په دې لوبډله کې ګولونه وهلي دي.

دغه جام ددې لوبغاړي لپاره په شخصي توګه ډېر ارزښت درلود او نوم یې د فوټبال په تاریخ کې په تازه ویاړ سره ثبت کړ، ځکه چې دا څلورڅلوېښتم جام و چې هغه د خپلو لوبو په بهیر کې ترلاسه کړ او اوس یې د نړۍ د تر ټولو غوره لوبغاړي نوم خپل کړی دی.

مسي له دې مخکې هم په بېلابېلو لیګونو کې ښه ځلېدلی او اتلولۍ یې خپلې کړې دي.

دا لومړنی جام دی چې دغه ارجنټایني لوبغاړی يې په امریکا کې د اینټرمیامي په کمیس کې ترلاسه کوي او ددې اتلولۍ د ترلاسه کولو په اوو لوبو کې د لسو ګلونو په وهلو کې یې مهم رول لوبولای دی.

دغه لوبغاړي د تورنمنټ په پای کې د غوره لوبغاړي او همداراز ددغو لوبو د ټولو ښه ګول وهونکي نوم خپل کړ ترڅو وښيي چې په ۳۶ کلنۍ کې هم لا هم مخکښ دی او کولای شي دا امریکا داسې یوه لوبډله هم اتلولۍ ته ورسوي.