نړۍ

د نایجر ګوښه شوی ولسمشر محمد بازوم په ملي خیانت تورن شو

0067WD-NIGER-SECURITY_BAZOUM_FILE_O_

د نایجر پوځي حکومت اعلان کړی، چې ښايی د دې هېواد ګوښه شوی ولسمشر محمد بازوم د ملي خیانت په تور له قانوني چلند سره مخ شي.

د نایجر پوځ چې د جولای پر ۲۶ نېټه یې کودتا وکړه او د محمد بازوم حکومت چې د لوېدیځ له ملاتړه برخمن و نسکور کړ، یکشنبې ناوخته یې اعلان وکړ چې د محمد بازوم پروړاندې یې ځینې اسناد راټول کړي او هغه به محاکمه شي.

د نایجر پوځي حکومت استازی احمدو عبدالرحمن وايي: «د نایجر دولت تر اوسه د ګوښه شوي ولسمشر او د کورنیو او بهرنیو ملګرو پروړاندې یې اړوندو ملي او نړیوالو بنسټونو کې د لوی خیانت او د نایجر د کورني او بهرني امنیت د کمزوري کولو په تور د محاکمې لپاره د اړتیا وړ اسناد راټول کړي دي.»

محمد بازوم او د کورنۍ غړي یې اوس‌مهال په کور کې نظر بند دي.

د لوېدیځې افریقا هېوادونو هم نایجر کې د تېرې میاشتې کودتا غندلې او تېره اونۍ یې واک ته د محمد بازوم د بېرته راګرځولو لپاره د احتمالي لاسوهنې لپاره د تیارسۍ په حال کې ځواکونه رامنځته کړل.

په دې لړ کې، دغه هېوادونه په بالقوه توګه د نایجر د کودتا د پایته رسولو لپاره د دیپلوماتیکې حل لارې موندلو ته لېوالتیا لري. کودتاچیانو ګینې ته یو پوځي پلاوی لېږلی ترڅو د دې هېواد له چارواکو سره خبرې‌اترې وکړي.

د ګینې پوځي مشر مامدي دومبویا وايي: «موږ د افریقا وچې اړوند یو. کله چې زموږ خلک ستونزه لري، موږ ټول هلته یو او تل به هلته واوسو او دا هماغه څه دي چې زموږ د وروڼو لپاره په مالي، بورکینا او نایجر کې راپېښ شوي. تر کومه ځایه چې موږ پورې اړه لري، یوازې موږ خپله کولای شو د خپلو ستونزو لپاره حل‌لار پیدا کړو.»

نایجر د نړۍ د یورانیمو له تولیدوونکو او له ترهګرو ډلو لکه القاعدې او داعش سره د مبارزې لپاره د لوېدیځو هېوادونو له متحدینو څخه دی.

په دې هېواد کې بې‌ثباتي کولای شي د افریقا مرکز او لوېدیځ د ستراتيژيکو ګټو لپاره د نړۍ د سترو ځواکونو په نفوذ سره له ګواښ سره مخ کړي.

په دې لړ کې، د نایجر خلک سوله او ارامتیا غواړي او له بهرنیو هېوادونو یې غوښتي چې د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌‌کړي.