افغانستان

د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د کبانو خوړلو مېلې

د کونړ د مست سیند ترڅنګ داسې کبان پخېږي چې د افغانستان د ډېری سیمو اوسېدونکي یې د خوړلو لپاره دغه ځای ته ورځي.

دا د ننګرهار د خیوې ولسوالي ده چې د رخصتیو په ورځو کې تر ډېره د هغو مېلمنو کوربه وي چې د کبانو خوړلو لپاره دغه ځای ته راځي.

د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی الف خان چې دغه ځای ته ورغلی وايي: «ډېر د خوښۍ سفر دی، په دې ځای کې ښه کبان او غوره ځای دی، په ګرمه هوا کې هم خلک دې ځای ته د کبانو خوړلو لپاره راځي. دا ریښتیا او واقعي خبره ده له دې امله ښه کبان دلته دي.»

د کونړ اوسېدونکی رحیم الله چې د کبانو خوړلو لپاره خیوې ولسوالۍ ته راغلی وايي: «زه له خپلو ملګرو سره دې ځای ته د چکر لپاره راغلی یم، دلته راغلي یو ترڅو د کونړ کبان وخورو او خوند ترې واخلو، د دې ځای کبان ډېر خوندور دي.»

د ختیځو ولایتونو پر اوسېدونکو سربېره د هېواد د مرکزي، شمالي او آن سویلي ولایتونو اوسېدونکي هم دغه ځای ته راځي او شپې پکې تېروي.

د کبانو پلورونکی او پخوونکی شفیق الله په دې اړه وايي:«ډېر خلک د چکر لپاره دې ځای ته راځي، د بېلګې په توګه له کندهار، هرات، هلمند او نورو سیمو خلک د چکر لپاره راځي. شپه او ورځ دلته تېروي او هرې خوا ته چکر ته ځي.»

په دې ځای کې د کونړ سیند د کبانو ترڅنګ فارمي کبان هم پلورل کېږي او ددغو رستورانونو بازار بیا د ژمي په موسم کې ښه ګرم وي.