افغانستان

په کونړ کې د کروندګرو ستونزې

د کونړ څوکۍ ولسوالي چې ډېری اوسېدونکي یې په کرکیله بوخت دي. په دې سیمه کې ډېری کروندې د اوبو د نشتوالي له امله له حاصل څخه پاتې دي.

تازه په دې سیمه کې د یوې مرستندویه موسسې له خوا د یو زر او ۶۰۰ مترو  په اوږدوالي د یوه لوی کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالوهاب وايي: «زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې دي کرنېزې ځمکې مو له وچکالۍ سره مخ وې خو اوس چې دغه کار پیل شو ډېر خوښ یو ځکه چې له یوې خوا زموږ کرنیزو ځمکو ته اوبه رسېږي او له بله پلوه ځايي اوسېدونکو ته کاري زمینه برابرېږي.»

ځایي اوسېدونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې په دې سره به له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بله پلوه به یې کروندو ته اوبه ورسېږي.

د سیمې اوسېدونکی نور محمد ساپی وايي: «کله چې جمهوري نظام سقوط کړی او د طالبانو اداره رامنځته شوې ګڼ شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې اوس په دغه پروژه خوښ یو.»


د دغه کانال جوړولو مسؤلین وایي، ددې کانال په جوړولو سره به تر ډېره د کروندګرو د اوبو ستونزه حل شي.

اخوا د اکټیډ موسسې مسوول فریدون وايي: «زموږ موسسې که څه هم په نورو برخو کې هم کار کړی خو دا یوه مهمه پروژه ده ځکه چې په دې سره شل زره ځايي اوسېدونکو ته کاري زمینه برابر شوې هر کاریګر ته د میاشتې دوولس زره افغانۍ او یوه اندازه خوراکي توکي ورکول کېږي.»

د سیمې اوسېدونکي وایي، موسمي سېلابونه د کروندو کوچني بندونه ویجاړوي چې دوی یې د بیا رغولو وس نه لري.
دوی د طالبانو پر ادارې سر بېره له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د اوبو بندونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.