افغانستان

د طالبانو د واکمنېدو د دوهمې کلیزې په درشل کې د افغانستان د سولې د څار بنسټ راپور

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې د افغانستان د سولې د څار بنسټ وايي چې طالبانو په افغانستان کې ښځو، خبریالانو او قومي اقلیتونو ته ډله ايزو مجازاتو ورکولو او ځپلو ته دوام ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو د عمومي عفوې د ژمنې پر خلاف د تېر حکومت د سرتېرو وژلو، شکنجو او زنداني کولا ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان د سولې د څار بنسټ وايي، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تراوسه د تېر حکومت د پوځيانو او چارواکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۰ پېښې يې ثبت کړي دي، چې له ډلې ۲۹۰ یې د طالبانو له خوا شوي دي.

په راتلونکو درې ورځو کې به په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شي.

د افغانستان د سولې د څار بنسټ د یو راپور په خپرولو سره وايي، چې طالبانو په دې موده کې د ښځو د ازادۍ ځپلو، د خبریالانو او پخواني پوځيانو په ډله ییزه توګه مجازاتو کولو لاس پورې کړی.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې د روان کال جون مياشتې پورې يې د تېر حکومت د پوځيانو او چارواکو پر وړاندې د تاوتريخوالي څلور سوه قضيې ثبت کړي چې له دې جملې څخه دوه سوه نوي يې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

د افغانستان د سولې د څار بنسټ د راپور په يوه برخه کې راغلي: «په نږدې دوو کلونو کې د پخواني حکومت ډېر چارواکي او ځواکونه نیول شوي، ورک شوي او وژل شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۶مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې د تېر حکومت د چارواکو او ځواکونو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ۴۰۰ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۲۹۰ پېښې یې د طالبانو له خوا وې.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې د رسنیو د فعالیتونو د ځپلو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه يادونه شوې دي.

د افغانستان د سولې د څار بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې افغان ښځو د طالبانو د کړنو پر وړاندې ۶۰ ځله لاريونونه کړي چې د طالبانو له خوا له تاوتریخوالی سره مخ شوي دي.

د ښځو حقونو فعاله فروزان داودزۍ وايي: «د افغان مېرمنو اوسنی وضعیت روښانه دی چې دوی په اوسنیو شرایطو کې په بد وضعیت کې دي، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو پر ښځو محدودیتونه زیاتېږي او دا محدودیتونه د دې لامل کېږي چې افغان مېرمنې له ستونزو سره مخ شي.»

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زياتې شوې، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ دوه اونۍ وړاندې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د خپلې غونډې ګډه اعلاميه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو ترڅنګ د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي هم ټینګار شوی دی.

طالبان په داسې حال کې د خپلې واکمنۍ دويم کال ته ننوځي، چې ليدل کيږي ښځې او نجونې د محدودیتونو د څپو شاهدانې دي.

په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانو اصلي اندېښنه دا ده چې نړۍ د ښځو حقونو او ازادیو ته د درناوي لپاره پر طالبانو لازم فشار نه دی راوړی.