ورزش

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا له تایلنډ سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا د لویو وچو ترمنځ سیالیو په نیمه پایلوبه کې چې د تایلنډ په کوربتوب ترسره کېږي، د تایلنډ فوټسال ملي لوبډلې پروړاندې سیالي وکړي.

دا لوبه به د کابل په وخت مازدیګر ۵ بجې ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله توانېدلي د چک جمهوري پروړاندې سیالۍ کې په ښه ځلېدو سره په نړیوال نوملړ کې دوې درجې مخکې شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو ترمنځ په خپلو لومړیو دوو لوبو کې په مساوي پایلې او د ۲ امتیازونو په ترلاسه کولو د دې جام بل پړاو ته ولاړه.