افغانستان

سراج الدین حقاني طالب جنګیالیو ته په خطاب کې: له خپلسرو کړنو ډډه وکړئ

څو ورځې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب وویل چې له پولو بهر جګړو کې ګډون د ملاهبت الله آخوندزاده په حکم منع دي او دا جګړې جهاد نه ګڼل کېږي.

اوس سراج الدين حقاني وايي، د ملا هبت الله اخندزاده په حکم، طالبانو ته د اصلاحي لارښوونو د برابرولو لپاره د طالبانو د سترې محکمې د مشر په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په لغمان کې د غونډې پرمهال له طالبانو غوښتي چې خپلسرې کړنې ونه کړي. د ښاغلي حقاني په وینا اوس د جګړې نه، بلکې د حکومتولۍ دوره ده.

د پاکستان په امنیت ضد پیښو کې د یو شمېر افغانانو د لاس لرلو تور په ښکاره توګه طالبان دې ته اړ کړي چې په يو لړ اقداماتو لاس پورې کړي.

لومړی ملا یعقوب طالب جنګیالیو ته وویل چې د ملا هبت الله په امر يی په بهرنیو جګړو کې ګډون منع شوی دی او دا جنګونه جهاد نه ګڼل کیږي.

اوس په لغمان کې سراج الدین حقاني هم د جهاد تر نامه لاندې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي او د طالبانو جنګيالي له خپلسري چلند منع کوي.

نوموړي د يوې کمېټې د جوړولو په اړه هم خبر ورکړ، چې د ده په وينا، دغه کمېټه طالب سرتېرو ته اصلاحي لارښوونې کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني وايي: «دا زما دوی ته مشوره او نصيحت دی. د جهاد او جګړې وخت معلوم و او اوس د ژوند او حکومت وخت دی. که په جهاد کې سختۍ وې خدای عزت ورکړ، نن د رحم او حکومت وخت دی.»

د طالبانو د دفاع وزیر اعتراف کوي چې یو شمېر طالبان لا هم د جګړې دوام د جهاد لپاره ګڼي، نه د طالبانو د واکمنۍ د دوام لپاره.

اسلام اباد طالبان ټي ټي پي ته د خونديتوب او پناځايونو په ورکولو تورنوي. خو سياسي او پوځي کارپوهان وايي چې په جګړه کې ايډيالوژيک اتحاد د دې لامل کيږي چې د طالبانو او ټي ټي پي د همکارۍ مخه ونه نيول شي.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر وايي: «دا په هیڅ ډول دا نه په ډاګه کوي، هغه کسان چې طالبي عقيده لري، له ټي ټي پي سره له همکارۍ لاس واخلي. دا څرګندونې کولی شي یوازې د طالبانو په سرتیرو کې صدق وکړي، ولې په ټوله کې په هغو کسانو چې د پولې دواړو غاړو ته پراته دي، صدق نه کوي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه طالبان دوه ځله له تحریک طالبان پاکستان سره په همکارۍ او اړیکو تورن کړل، خو طالبان له ټي ټي پي سره له لاس لرلو او همکارۍ انکار کوي.

سیاسي کارپوه احمد خان اندړ وايي: «ټي ټي پي چې د پاکستان د استخباراتو او پوځ يو جوړښت دی، غواړي د پاکستان د حکومت په لارښوونه په پښتون مېشتو سیمو کې ګډوډي رامنځته کړي او هغه [پاکستان] غواړي له دې لارې د خپلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ګټو لپاره کار واخلي.»

طالبان هم مهاله پاکستان له ټي ټي پي سره خبرو کولو ته رابولي، خو اسلام اباد له پاکستاني طالبانو سره د خبرو دروازه تړلې او له هرې امنیت ضد پېښې وروسته ریښه د افغانستان په خاوره کې ګوري، خو طالبان وايي، چې اسلام اباد د خپلې ناتوانۍ له امله پر دوی له حقيقته لېرې تور لګوي.