افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ کال د اګست د څلورمې مهمو پېښو ته کتنه

نن د اګست څلورمه؛ دوه کاله مخکې په دې ورځ، طالبانو د بسم الله محمدي پر کور د برید مسوولیت ومانه او د الله اکبر کمپاین ګډون کوونکي یې هم وګواښل.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د څلورمې  سهار د الله اکبر د کمپاین په اړه د ذبیح الله مجاهد له خوا په یوه ګواښونکي ټویټ سره پیل شو. مجاهد لیکلي وو چې د الله اکبر نعره د دوی ده او د حساب وخت هم را روان دی.

نوموړي په ټوېټر کې پسې زياته کړې وه چې: «د اسلامي امارت مجاهدین شل کاله کيږي چې د الله اکبر تر نامه لاندې يې د امریکايي اشغال او د هغوی د غلامانو پر ضد جهاد وکړ، دا زموږ شعار دی، دا د امریکایانو او سیکولر غلامانو شعار نه دی، زموږ مسلمان ملت د درواغو له شعارونو وېره نه لري. د الله د رضا لپاره به له غلامانو سره حساب کتاب وشي، ان شاءالله.»

له دې خبرداري څلور ساعته وروسته ښاغلي مجاهد د طالبانو له لوري په یوه نوي ټویټ کې په کابل کې د بسم الله محمدي پر کور د برید مسوولیت هم ومنلو.

د غبرګونونو په دوام، امریکا هم دغه برید وغندلو، خو د بین الافغاني خبرو د چټکتیا غوښتونکي شول، خو د تېر حکومت د مکچي پلاوي د یوه غړي په وینا، له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا ګړندی تګ، په خبرو کې د ناکامیدو یو مهم لامل و.

د تېر حکومت د مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي وايي: «د هوکړې له مخې موږ باید يو هوکړه شوي حکومت ته رسېدلي وی، خو دوی پرته له دې چې هوکړه او مذاکرات پايلې ته ورسيږي، له افغانستان ووتل. او هم يې وسلې او امکانات طالبانو ته پریښودل. هم واک او سیاست د طالبانو په واک کې.»

د اګست په ۴مه ۱۳ ولسوالۍ سقوط شوې، چې زیاتې یې د هېواد په ختیځ کې وې. د اګست په درېیمه شپه امریکايي ځواکونو یوازې په هلمند کې هوايي بريدونه وکړل.

مارشال عبدالرشید دوستم هم په همدې ورځ له ترکیې هېواد ته راستون شو.

د همدې جګړه ايز حالت په دوام کې فعالانو هڅه کوله چې د سرتېرو تر څنګ په ودرېدو سره د هغوی جګړه ييزه روحيه پياوړې کړي، خو د نظام په جوړښت کې د رهبرۍ او مديريت کمزورتيا دغه هڅې بې پايلې کړې.

له دې ټولو سره سره د اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار يوه باخبره سرچینه وايي، چې د جمهوري ریاست په وروستیو میاشتو کې د امنیتي وضعیت له بدلون سره کابل له طالبانو سره د جګړې په برخه کې د واشنګټن پر نیت شکم شوی وو.