افغانستان

په ننګرهار کې د طالبانو له خوا د «همیشه بهار» راډیو ټلویزیون د فعالیت درول

طالبان د دوشنبې په ورځ د همیشه بهار په نوم ټلویزیون دفتر ته هغه مهال ننوتل، چې هلته یو روزنیز ورکشاپ روان و او له هغې یوه ورځ وروسته د سه شنبې په ماښام یې ددغه ټلویزیون دفتر بند کړ او ټول کارکوونکي یې ترې وایستل.

سرچینې وایي چې ددغه ټلویزیون د تړلو لامل د خبریالي روزونیز پروګرام دوام و چې په هغې کې د شپږو نجونو په ګډون ۱۶ تنه د خبریالۍ په زده کړه بوخت وو.

د دې ټلویزیون یوه کارکوونکې یاسمین سحر د طالبانو له چلنده د ناهیلۍ په څرګندولو وایي چې یو شمېر کارکوونکو ترجېح ورکړه بله ورځ دفتر ته ولاړ نه شي.

له بلې خوا، په ننګرهار کې له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول د طالبانو له خوا د بیان آزادۍ پر مخینوي په نیوکې سره وايي دوی د همیشه بهار راډیو ټلویزیون له کارکوونکو سره تاوتریخجن چلند کړی دی.

ننګرهار کې له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول ظریف کریمي وايي: «په ننګرهار کې امنیتي چارواکي باید د همیشه بهار ټلویزیون په اړه وضاحت ورکړي او که کومه سرغړونه وي شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون ته وسپاري، پرته له دې د بیان آزادي له خطر سره مخ کېږي.»

یو شمېر خبریالان وايي د طالبانو لخوا د خبریالۍ فعالیتونو د ځپلو دوام د دوی کاري فضا کوچنۍ کړې او طالبان د بیان آزادۍ په بشپړې له منځه وړلو تورنوي.

همیشه بهار راډیو په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال او ټلویزیون یې په ۱۳۹۷ کې فعالیت پیل کړی و.

له دې مخکې طالبانو په ننګرهار کې د صفا راډیو یو کارکوونکی عرفان الله بیدار هم ۱۲ ورځې بندي کړی و.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره به افغانستان کې د بیان ازادي له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې ده.