افغانستان

په کونړ کې د اوبو نشتوالی او دې ستونزې ته د طالبانو له بې پامۍ د کروندګرو شکایت

د کونړ د اسمار ولسوالۍ دغه کرونګر وایي د اوبو د نشتوالي له امله د دوی حاصل خېزه ځمکې شاړې پاتې دي.

د سږکال وچکالي د دې لامل شوې چې د دوی ځمکې همداسې پاتې او د پلور لپاره حاصل او عاید ونه لري.

د کونړ اوسېدونکی محمدا جان وايي: «د اوبو کمښت زموږ لپاره ورانوونکی دی، زموږ ځمکې وچې شوې او د پلور لپاره هېڅ محصول نه لرو.»

په دغه ولسوالۍ کې کروندګر، طالب مسوولین د اوبو د کابو کولو لپاره د حل لارې په لټولو کې په بې پامۍ تورنوي.

دوی وایي باید کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره پر کونړ سیند بندونه جوړ شي ترڅو د دوی ځمکو ته اوبه ورسېږي.

په کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین هم د دغو کروندګرو نیوکې او غوښتنې پر ځای بولي.

د اسمار لپاره د طالبانو ولسوال حضرت علی ذاکر وايي: «موږ د اوبو د کمښت په اړه چې کروندګر ورسره مخ دي خبر یو، د کونړ پر سیند د بند جوړول زموږ لپاره لومړیتوب دی ترڅو دغې مهمې مسلې ته پام وکړو.»

دغه کروندګر همداراز ټینګار کوي چې کونړ سیند ته د ځایي مسوولینو بې پامي د دې لامل شوې چې ددغه سیند اوبه پاکستان ته ولاړې شي او په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو پر ځای د پاکستان کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.