ورزش

د هېواد د ۱۱ ولایتونو لوبغاړو په تخار کې سره سیالي وکړه

د المپیک نړیوالې ورځې په مناسبت د جودو ملي فډراسیون د سولې او دوستۍ جام په نوم د هېواد د ۱۱ ولایتونو ترمنځ د جودو لوبې ترسره کړې.

د جودو فډراسیون مسوولین وايي، دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د دې لوبې د لا دودولو، د غوره څېرو ټاکلو او د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د سولې او یووالي فضا رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.

پر نورو ورزشي برخو سربېره د غېږنیونې یا جودو لوبې اوږده مخینه لري او دا ورزش د ډېر عمر لرونکو او ځوانانو ترمنځ ډېر مینه‌وال لري.

دا د تخار ورزشي چمن دی او زرګونه تنه د غېږ نیونکو د هڅولو او د دې ورزش د نندارې لپاره له مرکز او بېلابېلو ولایتونو تالقان ښار ته راغلي دي.

په دې لوبه کې دوه غېږ نیونکي چې هر یو په ډېرو تمرینونو د سیالۍ رینګ ته دننه کېږي د خپل سیال په چپه کولو لوبه په خپله ګټه پایته رسوي.

په دې منځ کې حسیب‌الله له بغلان او سید کمال‌الدین له تخار څخه په ۶۶ کیلوګرام وزن کې دوه غېږ نیوونکي دي چې سیالي یې سره وکړه.

لوبغاړی فرهان مجیدي وايي: «ما ددې لوبې لپاره سخت تمرین کړی، هوډمن یم چې خپله غوره وړتیا وړاندې کړم، ددغو لوبو ترسره کول د لوبغاړو په چمتووالي کې ډېر رول لري.»

په همدې حال کې ځینې لوبغاړي د دا ډول لوبو ترسره کول د هېواد د دودیز ورزش د ودې لپاره ګټور بولي.

یو بل لوبغاړی سید کمال‌الدین وايي: «ویاړم چې په دې لوبو کې د خپل ولایت استازیتوب کوم.»

له بلې خوا، یو شمېر ځوانان دا ډول لوبې د ځوانانو د روحیې راژوندي کولو لپاره اغېزناکې بولي او وايي، چې ځوانان باید ورزش وکړي ترڅو پر نشه‌يي توکو له اخته کېدو خوندي پاتې شي.

جودو په افغانستان کې یوه مهمه لوبه ده چې کلاسیکې بڼې ته یې غېږنیونه وايي. د افغانستان د شمال اوسېدونکي تر ډېره له دې لوبې سره لېوالتیا لري او کله نا کله په مناسبتي ورځو دا سیالۍ ترسره کېږي.