سوداګري

د افغانستان بانک د زړو افغاني بانکنوټونو ځانګړنې خپرې کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو تصویرونه خپاره کړي دي.

په دې تصویري بسته کې د زړو افغانیو ځانګړنې یادې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې هېوادوال کولای شي له ۴۰ تر ۵۰ زره زړې پیسې بانک ته ورکړي او په بدل کې یې نوې افغانۍ ترلاسه کړي.

د بانکنوټونو د ظاهري شکل خرابېدل، د پیسو د ۴۰ سلنه برخې پرې کېدل، رنګېدل او ډېر زړوالی د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک له خوا د زړو پيسو د اصلي ځانګړنو په توګه اعلان شوې دي.