ورزش

د افغانستان د فوټسال لوبډله سبا له تاجکستان سره لوبه کوي

د آسیا د مرکز «کافا» فوټسال جام سیالیو په دوام کې به د افغانستان ملي لوبډله د جمعې په ورځ د تاجکستان پروړاندې خپله څلورمه لوبه وکړي.

دا سیالي به په ځایي وخت د شپې ۸ بجې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د چهارشنبې په ورځ په ۵ پر ۱ پایلې سره د ایران پروړاندې ماته وخوړه.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپله دوهمه لوبه کې په داسې حال کې د ازبکستان په وړاندې بریالۍ شوه چې تېر کال یې په پنځو ګولونو سره دا لوبه نوموړي هېواد ته بایللې وه.

د افغانستان فوټسال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې قرغزستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د فوټسال لوبډلې د آسیا د مرکز فوټسال (کافا) اتلولۍ سیالیو کې برخه لري.