روغتیا

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د «خاصره لګن» جراحي عملیات

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یوه ډاکتر د «خاصره لګن» مفصل د بدلولو جراحي عملیات په بري ترسره کړ.

ډاکتر ایمل وردګ چې په هند کې یې په ارتوپيدي برخه کې زده‌کړې کړې او د لا زیاتو وړتیاوو لپاره په امریکا، جرمني او هانګ کانک کې هم روزل شوی، اوس بریالی شوی چې د «لګن خاصرې» د مفصل بدلولو عملیات په کابل کې په یوې نوې بڼې ترسره کړي.

د ارتوپیدي جراحۍ متخصص ایمل وردګ وايي: «که څه هم موږ له دې مخکې هم د مفصلونو د بدلولو په برخه کې د پام وړ بریاوې لرلې، خو دا نوې طریقه، په افغانستان کې یو لوی ګام بلل کېږي او پایله یې د هغو کسانو لپاره چې دا ډول عملیات یې کړی، څو برابره اغېزناکه ده.»

۲۸ کلن نثار احمد د دې عملیات لپاره له هرات ولایت څخه کابل ته راغلی دی.

نوموړی وايي: «ډېر خوښ یم چې په هېواد کې متخصص ډاکتران لرو او اړتیا نشته چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شو.»َ

جمشېد چې له دې مخکې په ویلچر کې ګرځېده او په خپلو پښو نه شوای درېدای، له ننګرهار څخه راغلی ترڅو دا عملیات وکړي.

هغه هم وايي: «هیله من یم چې پر خپل پښو ودرېږم او ولاړ شم.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي، چې هر کال لږترلږه ۱۵ زره افغانان د ارتوپيدي ستونزو  د درملنې په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

له دې مخکې واشنګټن پوسټ هم لیکلي، چې افغانستان کې روغتیايی خدمات د بهرنیو مرستو د کمښت او د اقتصادي ناورین له امله په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، چې د افغانستان په ګډون په ۵۰ هېوادونو کې د روغتیا له برخې د ملاتړ لپاره څه د پاسه دوه نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.