ښځې

د سینګارتونونو د کار پای؛ د سینګار کوونکو د ژوند د سختو ورځو پيل

سينګار کوونکې د خپلو سينګارتونونو په تړل کېدو سره وايي، د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې تیروي او په بشپړه توګه ناهيلې دي.

دغه سينګار کوونکې ټینګار کوي چې له هیواده د تیښتې پرته بله چاره نه لري.

یو شمېر نورې سينګار کوونکې له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو لازم فشار راوړي چې له خپلې پرېکړې لاس واخلي.

ملګرو ملتونو د سينګارتونونو فعاليتونو بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې.

یو سینګار کوونکې خپل وروستي شته ټولوي چې د طالبانو له ګواښونو خوندي وي. هغه وايي، اوس نه د کار لپاره لاسونه او نه د تېښتې لپاره پښې لري، د ژوند راتلونکی يې هم تیاره او نامعلوم.

سينګار کوونکې زېور وايي: «د خپل ژوند تر ټولو بدې او تورې ورځې او بشپړه ناهيلې تجربه کوم، ځکه زما پانګه او ژوند مې لاړ.»

هر څه چې د دې ځای په “دروازې او دیوالونو” دي؛ د دوی د هیلو په څیر، له منځه وړل کیږي او د ټولو ناهيفيو سره، مجبورې دي چې ژر تر ژره دا ځای پریږدي.

وايي د دوی د کار دوام نه طالبانو او نه بل چا ته زیان رسوونکی وو.

یوه بله سینګار کوونکې فرشته وایي: «موږ هیچا ته زیان نه رسولو، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ پرېږدي چې کار وکړو څو وکولی شو خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته ګټورې اوسو.»

خپلو وروستيو پیرودونکو ته په ناهيلۍ د رد ځواب ورکوي، وايي د تياره او نامعلوم برخليک له مجبوريته له هېواده د تېښتې لارو د لټولو په په هڅه دي.

سينګار کوونکې سمیه زیاتوي: «له تېښتې پرته بله لار نشته، او له بده مرغه د تېښتې لاره هم اوس زموږ پر مخ تړل شوې ده.»

دا ښايي ترټولو سخته شیبه وي چې مجبورې دي د تل لپاره خپل سينګارتونونو سره خدای په اماني ووايي – هغه شیبه چې پوهیږي، د اقتصادي ننګونو په ګډون د ژوند سختۍ ورته په کمين کې ناستې دي.

دا په افغانستان کې د هغو ۶۰ زرو ښځو ګډه کیسه ده چې په سینګار کولو بوختې وې.