افغانستان

افغانستان ته د امریکایي چارواکو له سفر سره د مک کال سخت مخالفت

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته ویلي چې له هغو هڅو او سفرونو چې د طالبانو د عادي کیدو او د طالبانو د حکومت د مشروعیت لامل کیږي، لاس واخلي.

ښاغلي مک کال په یوه نوي لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې لېږلې لیکلي چې د امریکا له تعامل سره سره طالبانو لا ناوړه چلندونه خپل کړي.
مايکل مک کال په دغه لیک کې افغانستان ته د بهرنیو چارواکو پر سفرونو په نیوکې سره لیکلي یې دي، چې امریکا باید د طالبانو د رژیم د عادي کولو پر ځای نړيواله ټولنه په اصلاحاتو رهبري کړي.

مایکل مک کال، د خپلو پخوانیو حاشيو په تعقیب، دا ځل د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته یو اوږد لیک ولیکه.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر په دغه لیک کې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یې لېږلی خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو ليدنې د تعامل له اړتیا لوړې دي.

ښاغلي مک کال ویلي چې د امریکايي چارواکو سفرونه او لیدنې به د طالبانو د عادي کولو او د هغوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو لامل شي.

د سیاسي کارپوه اختر محمد راسخ وايي: «طالبانو ته په اونۍ کې د ۴۰ ملیون ډالرو لیږل، د مرکزي بانک د اقتصاد توازن ساتل، او د افغانستان شمال ته د TTP لیږدول دا ښیي چې CIA، انګلستان او پاکستان د افغانستان په نننۍ مسله کې ډیر پراخ لاس لري.»

ښاغلي مک کال لیکلي چې د امریکا له تعامل سره سره هم طالبانو لا ناوړه چلندونه خپل کړي، د القاعدې چارواکي یې په دولتي موقفونو ګومارلي او پر افغان ښځو او نجونو سخت قوانین پلي شوي دي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال د لیک یوه په یوه برخه کې راغلي: «نن ورځ، طالبانو د امریکایانو یرغمل نیولو ته، د بشري مرستو هڅو ګډوډولو، په حکومتي موقفونو د القاعدې د چارواکو ګمارلو او پر ښځو او نجونو يې په زیاتیدونکي توګه سختو قوانینو په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د هغوی منع کولو ته دوام ورکړی.»

د ښځو حقونو فعاله سمیرا خموش وايي: «نړۍ سره له دې چې د طالبانو د جنایتونو شاهده ده، خو له هر لحاظه د دوی ملاتړ کوي.»

په دغه لیک کې ښاغلي مک کال افغانستان ته د بهرنیو چارواکو له سفرونو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د امریکايي چارواکو سفرونه او له طالبانو سره د هغوی ليدنې د امریکا له ګټو سره هېڅ مرسته نه کوي.

په لیک کې راغلي چې امریکا باید د اصلاحاتو په برخه کې نړیواله ټولنه رهبري کړي، نه د طالبانو په عادي کولو کې.

سیاسي کارپوه احمد خان اندړ وايي: «که امریکا هر څومره هڅه وکړي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي، خو نور زبرځواک هېوادونه او سیمه هم له طالبانو سره د اړیکو لپاره خپل شرایط لري.»

د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د سختو بنديزونو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د‌ مشر اه اندېښنې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند هم په افغانستان کې د ښځينه سينګارتونونو پر فعالیت د بندیز حکم د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتونکی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځينه سينګارتونونو په اړه د طالبانو د حکم د ژر تر ژره لغوه کیدو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر له غوښتنې ملاتړ کوي. یوناما ویلي چې پر ښځو بندیزونه به اقتصاد ته زیان ورسوي او له سوداګرو مېرمنو د ملاتړ ضد دی او موږ د دغه بندیزونو د لېرې کېدو غوښتونکي يوو.»

طالبانو په جلا فرمانونو کې د افغان ښځو او نجونو د کار، زده کړو او تګ راتګ پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړي دي. له همدې امله د هېواد ښځې او نجونې په سختو شرایطو کې شپې ورځې تېروي.