افغانستان

مک‌ کال د افغانستان د دوسیو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر احضار کړ

د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مک کال چې دغه احضاريه یې لاسلیک کړې، وايي که څه هم له افغانستان د بایډن ادارې د ګډوډ وتلو په اړه یې په وار وار د اسنادو غوښتنه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ټولو اسنادو په نه شریکولو سره د بایډن ادارې په مسوولیت پرده اچوي.

د بهرنیو اړیکو کمیټې ویلي چې د «افغانستان د ای ای آر دوسیو» د خپرولو غوښتونکي دي. هغه دوسيې چې د ای اساسي اسنادو لرونکي دي چې د بهرنیو چارو وزارت له اقدام وروسته بیاکتنې” چمتو کولو لپاره کارول کیږي. دغې کمېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته تر راتلونکې سه شنبې پورې مهلت ورکړی.

دا کمېټه د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې له افغانستانه د وتلو له بهیر مخکې او وروسته د امریکا حکومت د اقداماتو د اسناد په لټه کې ده. د دغو اسنادو یوه برخه لا هم د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته نه ده وړاندې شوې. له همدې امله د دغې کمیټې مشر د يو مکتوب په پای کې لاسليک کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته استول شوی. دغه وزارت یې احضار کړ او د افغانستان ای ای آر دوسیو د خپرولو غوښتنه يې کړې. د اړينو اسنادو دوسيې چې د بهرنیو چارو وزارت له اقدام وروسته بیاکتنې چمتو کولو لپاره کارول کیږي.

خبریال نظري پرياني وايي: «دلته ویشلي نظرونه شتون لري، خالي ټکي شتون لري، حساس ټکي شتون لري چې د ښاغلي بایډن او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د وتلو لپاره په دې مرحله کې د هغه د پریکړې په اړه ستونزمن کیدی شي، نو له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت د همکارۍ اراده نه لري.»

د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټه وايي، د بهرنیو چارو وزارت په احضارولو یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د روانو څېړنو په برخه کې مهم ګام اخیستی دی.

د دغې کمیټې مشر مایکل مک کال وايي چې په وار وار یې له افغانستانه د بایډن ادارې د ګډوډ وتلو د اسنادو غوښتنه کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت په انکار سره له افغانستانه د ګډوډ او دردناک وتلو په اړه د بايډن ادارې د مسوولیت پټولو هڅه کوي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال ویلي: «ما په وار وار له افغانستانه د بایډن ادارې د ګډوډ وتلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې ده. له اقدام وروسته بیاکتنې اړوند دوسيو له خپرولو د وزارت دوامداره انکار له افغانستانه د ګډوډ او دردناک وتلو په اړه د بایډن ادارې مسؤلیت پټولو لپاره یوه بله قصدي هڅه ښيي. زه د دې احضار له صادرولو پرته بله چاره نه لرم.»

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د بهرنیو چارو وزارت ته تر راتلونکې سه شنبې وخت ورکړی چې د وتلو په اړه دوسیې شریکې کړي.

د پوهنتون استاد قدیم امین وايي: «د دوحې تړون د نظام د ړنګېدو لامل شو او افغانستان منزوي شو او په سیمه کې د امریکا استبدادي ځواک هم له دغو بدلونونو اغېزمن شو. اړتيا ده چې په دې بهير بیا کتنه وشي.»
درې مهم اسناد، چې یو یې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا پټ شوی.

دغه کمېټه د امریکا خلکو ته د روڼتیا او حساب ورکونې لپاره له افغانستانه د وتلو د اسنادو خپرول او له وتلو وروسته د ګډوډیو د پايلو په اړه د بایډن د حکومت د رول او مسوولیتونو روښانه کول مهم ګڼي.

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي: «د کانګریس لخوا د محرمو اسنادو بیاکتنه به د بایډن د حکومت نیمګړتیاوې او د امريکايي ډیپلوماټانو او پوځيانو خبرداریو ته په نه پاملرنې کې پاتې راتلل ښکاره کړي او د ښاغلي بایډن کمزوري به ثابته شي. چې دا به د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې پر ښاغلي بایډن د خلکو د نه باور کولو لامل شي.»

د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال تر دې مخکې ویلي و چې له افغانستانه تر وتلو مخکې یې په کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکايي دیپلوماتانو پټې خبرې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې استول شوې وې، مشاهده کړي او دا خبرې د وتلو په اړه د مخالفينو سمه وړاندوينه ثابتوي.