افغانستان

ښوونځي ته تلل کندهار کې د کارګرو ماشومانو هیله

په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتېدو سره په یو وخت ماشومانو سختو کارونو ته مخه کړې ترڅو د خپلو کورنیو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

دا ماشومان چې ښوونځي د تلو او د زده‌کړو پر ځای، په سختو کارونو بوخت دي.

په کندهار کې یو شمېر دغه ماشومان وايي که د کار پرځای ښوونځي ته ولاړ شي، کورنۍ به یې د خوړو لپاره ډوډۍ ونه لري.

یو کارګر ماشوم محمد وايي: «که زه کار ونه‌کړم، کورنۍ به مې د خوړو لپاره څه ونه لري.»

دغه ماشومان وايي چې د دوی د زده‌کړو او ښوونځي ته د تلو هیلې یې د کورنیو د اقتصادي ستونزو قرباني شوې دي.

د وحید الرحمن په نوم یو بل ماشوم وايي: «زه ښوونځي ته د تلو او زده کړو هیله لرم خو د ژوندانه شرایط دا اجازه نه راکوي.»

کندهار کې پر سړکونو داسې ماشومان ګورو چې په ګرمه هوا کې پر سختو کارونو بوخت دي.

په هېواد کې له سیاسي بدلونونو او د وزګارۍ او بې وزلۍ له زیاتوالي وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د کارګرو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.

که څه هم په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو کره شمېر نشته، خو د دغو ماشومانو شمېر نږدې یو میلیون تنه اټکل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د نامناسبو خوړو ترڅنګ سخت کار هم د دغو ماشومانو پر جسمي او رواني روغتیا ناوړه اغېزې کړې دي.