افغانستان

د یوناما په راپور کې په افغانستان کې «له بشري حقونو د پرلپسې سرغړونې» روښانه کېدل

A group of women attend a protest in Kabul on Oct. 2022.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) یو راپور خپور کړی چې په هغې کې د روان میلادي کال له مې تر جون میاشتې پورې په هېواد کې له بشري حقونو پرلپسې سرغړونو ته اشاره شوې ده.

په دغه راپور کې څرګنده شوې چې طالبان لا هم د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ محدودوي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه «سخت» محدود شوي دي.

ددغه راپور پر بنسټ، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې یوازې نارینه طبي محصلین به د تخصصي تحصیلاتو د دوام حق ولري او نجونې محصلینې یې له دغه فرصته مستثنی کړې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې دا له مخکینیو محدودیتونو وروسته دي چې ښځې یې د طب پوهنځي په وروستیو آزموینو کې له ګډونه منع کړې دي.

یوناما ځینې موارد مستند کړي چې طالبانو د ښځو پر آزادۍ او کار یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

د بېلګې په توګه، له افغانستانه د یوه نادولتي نړیوال بنسټ دوې کارکوونکې له محرم پرته سفر له امله د مې په لومړۍ نېټه په یوه هوايي ډګر کې نیول شوې دي.

په یوه بل مورد کې، د جون په درېیمه نېټه یوه قابله د پنځو ساعتونو لپاره له یوه نادولتي سازمان سره د کار د دوام په صورت کې د مرګ په ګواښلو سره نیول او پلټنې ترې شوې دي.

دا راپور وايي چې دغو دوو مېرمنو دوې ورځې وروسته له وېرې خپلې دندې پرېښودوې.

په دې راپور کې راغلي چې د ښځو خلاف د فزیکي تاوتریخوالي او وېرې راپورونه هم ثبت شوي دي.

په دغه راپور کې زیاته شوې چې په یوه دا مورد کې د طالبانو د امربالمعروف غړو یوه ښځه په لرګي وهلې ټکولې او له یوه پارک څخه ایستلو ته یې اړ کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو همداراز د ښځو تر مشرۍ لاندې نادولتي سازمانونو کې د شتمنیو او جوازونو په خڼدولو یا ګمارنو کې لاسوهنه کړې ده.

افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار بندیز همداراز د دغه سازمان د هڅو مخه هم نیسي. په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ د اپرېل له ۵ نېټې افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون د یوناما ټول کارکوونکي له کور څخه کار کولو ته اړ شوي چې دا چاره د کار په ځای کې د دوه‌ګوني چلند رامنځته کېدو لامل شوې ده.

په دې راپور کې همدارنګه پر ملکیانو د په لاس جوړ شویو بمونو (ای‌اې‌ډي) پر اغېزو هم ټینګار شوی دی.

د ملکیانو د تلفاتو له کمېدو سره سره یوناما د په لاس جوړ شویو بمونو د بریدونو له امله راپوروته شوي زیانونه ثبت کړي دي.

د ملکیانو ترټولو زیات تلفات د داعش خراسان څانګې پورې تړل شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو قربانیان د روان مالي او اقتصادي ناورین له امله اړین ملاتړ ته د لاس‌رسي لپاره له ننګونو سره مخ دي.

په دې راپور کې نورو خواشینوونکو ټکو لکه بدني سزاوو، غیرقانوني وژنو او د رسنیو محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده.

راپور کې راغلي چې د خلکو په وړاندې د دُرو وهلو او د اعدام سزاوې مستند شوې دي او او تورنو کسانو ته یادې سزاوې ورکول کېږي.

یوناما همدارنګه نیونې او له خبریالانو سره خپلسری ناوړه چلند او د سینګارتونونو پر کار بندیز او د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا داسې نور ترسره شوي فعالیتونه ثبت کړي دي.

یوناما په دې راپور کې وايي، چې طالبان د ټولو افغانانو د حقونو تضمین او هغوی ته د درناوي مسوولیت لري.

یوناما وايي چې د تېرو پېښو ارزول او د خوندیتوب تدابیرو اجرا، له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره مهم ګامونه دي.

د یوناما راپور دغو مسایلو ته د چټکې پاملرنې غوښتنه کړې او له بشري حقونو پر ملاتړ او ټولو افغان وګړو ته د امن او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی.