ساینس او ټکنالوژي

هند په بري سره فضا ته یوه سپوږمکۍ وتوغوله

د هند د فضايي سازمان «چاندرایان – ۳» سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د جمعې په ورځ فضا ته ولېږل شوه.

د دغې سپوږمکۍ لېږدونکی توغندی د هند له اندرا پرادېش ایالت څخه له توغولو ۱۶ دقیقې وروسته د ځمکې مدار ته ورسېد.

د هند د علومو او ټکنالوژۍ وزارت مرستیال جیتندرا سینګ وایي: «زموږ ټولو لپاره پرتمینه شېبه ده. دا د هند لپاره د ویاړ شېبه ده او زه فکر کوم زموږ ټولو لپاره یوه برخلیک جوړونکې شېبه ده چې د تاریخ د جوړولو یوه برخه به واوسو. زه د هند د فضايي څېړنو سازمان له ډلې مننه کوم.»

ټاکل شوې دغه سپوږمکۍ له یوې میاشتې سفر وروسته د سپوږمي پټ اړخ ته ښکته شي.

د دغه ماموریت د بریالیتوب په صورت که به هند د امریکا، روسیې او چین هېوادونو په ډله کې راشي چې سپوږمي ته یې څېړونکې لېږلې ده.

د هند د فضايي څېړنو سازمان رییس اس سومانات وايي: «د پروګرام له مخې به د اګسټ پر لومړۍ نېټه د سپوږمي پر لور حرکت پیل شي. موږ به د ځمکې شاوخوا څلور مانورې ولرو. له هغې وروسته به د اګسټ پر لومړۍ نېټه د سپوږمي خوا ته حرکت وکړي. د اګسټ پر ۲۳ به پر سپوږمي کېنول شي.»

«چاندرایان – ۳» سپوږمکۍ به لومړنۍ سپوږمکۍ وي چې د سپوږمي پر سویلي قطب کېني.

د سپوږمي دا سطحه د سړو اوبو د شتون له امله د فضايي شرکتونو د پام وړ ګرځېدلې ده.