افغانستان

د پاکستان د پوځ مشر له طالبانو وغوښتل د دوحې پر هوکړې عمل وکړي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سیدعاصم منیر د جمعې په ورځ وویل چې طالبان باید د دوحې د هوکړې پربنسټ د نورو هېوادونو خلاف د ترهګرو بریدونو د پلانولو لپاره د افغانستان خاورې د نه کارولو په هکله پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

منیر د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په کوټې ښار په یوه پوځي مرکز کې د وروستیو بریدونو له ټپي سرتېرو د لیدنې پرمهال څرګنده کړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي د ننه په افغانستان کې امن پټنځایونه او د عمل آزادي لري.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې منیر ویلي: «موږ تمه لرو چې د افغانستان موقت دولت (طالبان) په واقعي معنی او د دوحې تړون د ژمنو په لړ کې د هېڅ هېواد خلاف د ترور رامنځته کولو لپاره له خپلې خاورې د استفادې اجازه ورنه کړي.»

نوموړي همداراز زیاته کړې: «د پاکستان په ترهګرو پېښو کې د افغانانو رول لرل یوه بله مهمه اندېښنه ده چې باید ورته پام وشي. دا ډول بریدونه د نه زغم وړ دي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو اغېزمن ځواب به ولري.»

د پاکستان د پوځ مشر همداراز ټینګار کړی چې د ترهګرو خلاف به په دوامداره توګه عملیات روان وي او «ددغه هېواد ځواکونه تر هغه چې له پاکستانه د ترهګرۍ خطر له منځه نه وي تللی، کرار نه کښېني.»

دا په داسې حال کې دی چې د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان په ژوب او سویي سیمو کې په دوو بریدونو او عملیاتو کې کابو ۱۲ پاکستاني پوځیان او اوه ملیشه ځواکونه ووژل شول.

منیر کوټې ته له سفره وروسته د دوه ورځني سفر لپاره ایران ته ولاړ او ټاکل شوې ددغه هېواد له پوځي او ملکي چارواکو سره وګوري او د دفاعي او امنیتي همکاریو په هکله خبرې اترې وکړي.