نړۍ

وانګ یي: په «آسه‌آن» سیمه کې د آزادې سوداګرۍ د درېیمې نسخې پر سر د خبرو په حال کې یو

د چین لوړپوړي دیپلومات وانګ یي د پنجشنبې په ورځ د اندونیزیا په پلارمیني جاکارتا کې د سویل ختیځې آسیا هېوادونو په سرمشریزه کې وویل چې بیجنګ او دا ټولنه په «آسه‌آن» سیمه کې د آزاد تجارت هوکړې د درېیمې نسخې پر سره د خبرو په حال کې دی.

وانګ زیاته کړه، چین د نړۍ د تر ټولو لوی سوداګریز بلاک چې د نړۍ له درېیو کابو یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي، د سیمه ییزې هراړخیزې اقتصادي ونډې له بشپړ اجرا ملاتړ کوي.

د چین دغه ديپلومات وايي: «په داسې شرایطو کې چې نړیوال نظام د پېچلي او ژور بدلون په حال کې دی، چین لېواله دی له آسه‌ان سره د همکارۍ ثمرې ته پام وکړي، د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراختیا سم لوری درک او د ځان د پراختیا او ودې او همداراز د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د هراړخیزې ونډې لارې پیاوړې کړي.»

د ګمرک د مالوماتو پر بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي، له جنورۍ تر جون میاشتې د چین او آسه‌ان دوه طرفه سوداګریز ارزښت ۴۴۷،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۱،۵ سلنه کموالی ښيي.

له بلې خوا، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مارسودي وویل چې د چین او سویل ختیځې آسیا هېوادونو ترمنځ همکاري «خپلې ودې او پرمختګ ته دوام ورکوي.»

مېرمن مارسودي زیاته کړه: «له اقتصادي پلوه، موږ د ۹۷۵ میلیارد ډالري سوداګریزو راکړو ورکړو سره د یو بل تر ټولو لوی تجارتي شریکان یو. چین د آسه‌ان لپاره د بهرنۍ مستقیمې پانګونې څلورمه لویه سرچینه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې یې ارزښت ۱۳،۸ میلیارد ډالرو ته رسېده. اوس زموږ همکاري له ننګونو سره په مخ کېدو لاحیاتي کېږي.»

له بلې خوا، ټاکل شوې ښاغلی وانګ د پنجشنبې په ورځ په دې ناسته کې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره هم وګوري.