نړۍ

د ناټو له غړو سره له خبرو د زلنسکي رضایت؛ د اوکراین لپاره د وسلو برابرول په لومړیتوب کې دي

د ناټو سرمنشي په لیتوانیا کې د ناټو د سرمشریزې په وروستۍ ورځ اوکراین ته د وسلو برابرولو پر بیړني تمرکز ټینګار وکړ.

ښاغلی ستولتنبرګ وايي چې د دغه ایتلاف ټول غړي په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

سټولتنبرګ زیاتوي: «اوکرایین تر بل هر وخت د ناټو غړیتوب ته نږدې شوی. زموږ متحدینو ټینګار وکړ چې اوکراین به د دې ایتلاف غړی شي او موافقه یې وکړه چې د دې ایتلاف غړیتوب لپاره به ټولې اړتياوې پوره کړي.»

په همدې حال کې د اوکراين ولسمشر چې د ناټو غړو هېوادونو له مشرانو سره يې ډېرې ليدنې لرلې، د دې غونډې له پايلو خوشبين ښکاري.

ولادیمیر زلنسکي وايي: «موږ له خپلو شريکانو د نوي دفاعي ملاتړ کڅوړو په اړه خورا مثبت خبرونه لرو او د سرمشریزې په څنډه کې مو لا د مخه په دې اړه بحثونه پیل کړي دي، موږ هوکړه ليکونه لرو او له ټولو هغه مشرانو څخه چې موږ ته یې دا کڅوړې وړاندیز کړي، مننه کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې په لتوانیا کې د ناټو په سرمشریزه کې د سویډن پر غړیتوب هم خبرې وشوې او د دغو هېوادونو مشران موافقې ته ورسېدل.