افغانستان

په افغانستان کې د ناروې شارژافیر له متقي سره په کتنه کې د ښځو حقونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ

د نړۍ له خوا رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو ۲۲ میاشتو هڅو کومه پایله نه ده لرلې.

تازه دا موضوع په افغانستان کې د ناروې سفارت د شارژدافیر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ترمنځ هم یاده شوې ده.

دغه نارویژي دیپلومات ویلي چې هغه له نړۍ سره د طالبانو د تعامل او اړیکو بنسټ د ښځو حقونو په ځانګړې توګه د دوی د زده‌کړو او کار حقونو ته په درناوي پورې اړوند بللی دی.

افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافیر پال کلومان بکن وايي: «د نن ورځې په لیدنه کې ټینګار وشو، چې د اړیکو د پرمخ بېولو لپاره د ښځو حقونو له دې جملې کار او زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق ته درناوي اړین دی.»

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې امیر خان متقي پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو له دوامه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «نړیوالو تراوسه له افغانستان سره د مناست تعامل لپاره اقدام نه دی کړی او برخلاف یې هڅه کړې پر اسلامي امارت (طالبانو) فشارونه زیات کړي چې دا کار باور جوړونې ته زیان رسوي.»

طالبان په داسې حال کې له نړۍ غواړي په رسمیت وپېژندل شي چې د ښځو فعالیتونو د محدودولو د ۵۰ فرمانونو ترڅنګ یې په ترټولو تازه مورد کې د سینګارتونونو د فعالیت د درېدو امر صادر کړ؛ هغه امر چې له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی او د ښځینه سینګارتونونو خاوندانې وايی دغه فرمان به د هغوی یوه نمړۍ ډوډۍ تر واخلي.

د یوه سینګارتون خاونده حنیفه وايي: «ټول ډېر خواشیني یو، زه د کورنۍ د اړتیاوو برابرونکې یم او په سینګارتون کې کار کوم، دا چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او کورسونو دروازې تړلې ډېر خواشیني یو.»

طالبانو په داسې حال کې افغانستان کې د ښځو پر فعالیتونو، زده‌کړو او کار محدودیتونه زیات کړي چې له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ویلي، ترڅو چې طالبان دا محدودیتونه لیرې نه کړي او د افغان مېرمنو حقونو او ازادیو ته درناوی ونه‌کړي؛ په رسمیت به ونه‌پېژندل شي.