افغانستان

د ناروې د کډوالو شورا: طالبانو په کابل کې کورني بېځایه شوي له یوه پنډغالي وایستل

د ناروې د کډوالو شورا نن سه شنبې په یوه اعلامیه کې وویل، له خپلو سیمه‌ییزو ټیمونو یې داسې راپورونه ترلاسه کړي یو شمېر کورنۍ چې د ژوندانه شرایط یې ښه نه دي په کابل کې د طالبانو له‌خوا له یوه کمپ څخه ایستل شوي دي.

په هغه بیانیه کې چې ددې بنسټ له خوا خپره شوې راغلي په کابل کې د یوه ښارګوټي تخریبولو کابو ۲۸۰ کورنۍ بې‌کوره کړې دي. له ایستل شویو کورنیو د ترلاسه شویو راپورونو له مخې یو څلور کلن ماشوم او یو ۱۵ کلن هلک د تخلیې په بهیر کې مړه شوي دي.

د دوشنبې په سهار بولدوزرونو ددې کمپ تخریبول پیل کړل او د ورځې تر پایه ټول ړنګ شول.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مدیر نیل ترنر وویل: «د کابل چارواکو (طالبانو) د زیانمنونکو کورنیو په ایستلو، په افغانستان کې د بې کوره شویو کورنیو د اوږده کړاو یو نوی باب پرانیستی دی. موږ له چارواکو غواړو چې لازیات ایستل ودروي او د نړیوالو، بشردوستانه، بشري حقونو په تېره بیا د بېځایه شویو وګړو په هکله د افغانستان د ملي سیاست پر بنسټ چې د هغوی حقونه د جبري ایستلو په وړاندې تضمینوي پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

دغه سازمان په خپله بیانیه کې اعلان وکړ: «دغه ناڅاپي ایستلو زیانمنونکې کورنۍ اندېښمنې او بې وسه کړې دي. دوي پر واټ په دې تمه وې پرته له دې چې پوه شي چېرته باید ولاړ شي، بشردوستانه سازمانونه له دې ځایه وتلي دي.»

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې خپلو اصلي سیمو ته د بېځایه شویو د ستنولو او په ټول هېواد کې د غیررسمي استوګنځایونو د تړلو لپاره د خپل پروګرام خبر ورکړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا په دې هکله ویلي: «که دا سیاست عملي شي، کابو دوه میلیونه وګړي چې په غیررسمي استوګنځایونو کې اوسېږي او له سختو شرایطو سره مخ دي، لا به زیانمن شي.»

په افغانستان کې د ناروې د پناه غوښتونکو د ملي شورا مدیر وایي: «کورني بېځایه شوي چې په دغو ښارګوټو کې اوسېږي له اقتصادي ناورین سره لاس و ګرېوان دي، دا کار په دې اړه چې بشردوستانه اړتیاوې پراخوي اندېښنې زیاتوي. د ستنېدو د پڅ او تلپاتې بهیر لپاره په افغانستان کې له بشردوستانه آژانسونو سره د تعامل په موخه له چارواکو له بیا بیا غوښتنو سره سره، زرګونه کورني بېځایه شوي چې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. ډېری کسان چې په تېرو کلونو کې له خپلو کورونو ایستل شوي، لا هم بې کوره دي او له هغو بشردوستانه مرستو بې برخې دي چې په ښارګوټو کې وړاندې کېدل.»

د بشردوستانه آژانسونو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال تر دسمبر پورې په افغانستان کې ۶،۶ میلیونه کسان د ننه په هېواد کې بېځایه شوي دي.