روغتیا

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ نوی ډول وپېژندل شو

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په پېښور ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې بېلګه یې موندلې چې د افغانستان اړوند ده.

ډاون ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې د ماشومانو د ګوزڼ ملي لابراتوار تایید کړې چې د «پولیو WPV1 ډوله» ویروس یوه بېلګه چې په ژنتیکي توګه د افغانستان اړوند دی، په پېښور ښار کې موندل شوې ده.

ددې بېلګې په لیدلو سره په روان میلادي کال کې په پاکستان کې د ماشومانو په ګوزڼ ناروغۍ اخته کسانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد. دا پنځم ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بېلګه چې د افغانستان اړوند بلل شوی په پاکستان کې لیدل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ ددې ویروس د لېږد ښودنه کوي.

د ماشومانو د ګوزڼ دا بېلګه د پېښور په نري خوړ سیمه کې ثبت شوې ده. د پاکستان د روغتیا د ملي بنسټ چارواکي وایي، دا په دغه سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ درېیم او په پېښور ښار کې په روان میلادي کال کې څلورم مورد دی.

ددې ناروغۍ یوه بله بېلګه هم په لاراما سیمه کې ثبت شوې، تازه کشف شوې بېلګه خطرناکه بلل شوې او په لومړي پړاو کې د دغه ویروس د نه درملنې په صورت کې سخت وژونکی دی. د پېښور د ماشومانو د ګوزڼ لابراتوار ډاکتران وايي، نوې بېلګه د کونړ ولایت په اسدآباد کې د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې له کشف شوې بېلګې سره ۹۹،۱۱ سلنه ژنتیکي ورته والی لري.

د پاکستان د روغتیا وزارت یو چارواکی وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ وروستی مورد چې په «وحشي پولیو» شهرت لري په ۲۰۲۰ کال کې په پاکستان کې کشف شو او وروسته دا ډول موارد موجود نه وو خو اوس ددې بېلګې په لیدلو سره د وحشي پولیو خپرېدل بیا تثبیت شوي دي.

د ایندیپندنت ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې او اوسمهال په دې هېواد کې د ماشومانو د ګوزن ناروغۍ وضعیت د ارزولو په حال کې دي.

افغانستان او پاکستان دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخ تګ راتګ په دغو دوو هېوادونو کې د دغه ویروس د ختمولو امکان کم کړی دی. په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد ملي پروګرام او واکسینو له پلي کېدو سره سره د روان کال د جون تر وروستیو د ماشومانو د ګوزڼ پنځه بېلګې ثبت شوې چې پنځه واړه له پاکستان سره په پوله ننګرهار ولایت کې دي.

یو شمېر افغانان په تېره د سویلي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر شتون باور نه لري.

دا په داسې حال کې دي چې یکشنبې د غبرګولي په ۲۸مه په افغانستان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې رییس ډاکتر نیک محمد وویل چې د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې یو ماشوم په دغه ناروغۍ اخته شوی دی.

دا په روان کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبته پېښه ده چې په ننګرهار کې ثبت شوې.

څه موده مخکې روغتیايي مسوولینو په ننګرهار کې د پولیو د مثبتو بېلګو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، دوی ټینګار کړی چې په دې سیمه کې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان د دې ویروس له خطر سره مخ دي.

ددې ناروغۍ څلورمه بېلګه اتلس ورځې مخکې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ثبت شوه او یو څلور کلن ماشوم پرې اخته شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د پولیو درېیمه مثبته بېلګه کابو دوه نیم کاله مخکې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ ثبت شوې ده.

په ننګرهار کې د ډاکترانو په وینا، د ماشومانو د ګوزڼ دوې نورې مثبتې بېلګې د دې ولایت په بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو اونیو کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې په هغې کې له پنځو کلونو کم عمره ۶،۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.