افغانستان

پاکستان: طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک د شنډولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي

اسلام آباد تاییدوي چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک د شنډولو لپاره یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک کوربتوت او د طالبانو له خوا یې ظاهراً د افغانستان په ځینو برخو کې ځای‌پرځای کول پټ څه نه دي؛ که څه هم طالبانو د پاکستاني کډوالو نوم ورکړی، خو اسلام‌اباد وايي په کډوالو نومول شوي هماغه د ټي‌ټي‌پي غړي دي.

لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له امریکا غږ سره په مرکه کې تایید کړې، چې د افغانستان په ځینو برخو کې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړو د ځای‌پر‌ځای کولو بهیر پيل شوی او په لومړني پړاو کې دی. هغه ویلي، طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک د شنډولو او د پاکستان او چین د ترهګریزو اندېښنو د لیري کولو لپاره ځانګړي ګامونه اخیستي، خو مثبته پایله وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی وايي: «دا یوه جدي موضوع ده، خو د پاکستاني طالبانو تحریک خنثی کولو لپاره یو لړ اقدامونه شوي دي. موږ همداراز باید پوه شو چې دا کار وخت نیسي، خو دا بهیر پیل شوی دی. که د پاکستاني طالبانو تحریک ځای‌پرځای کول په ریښتیا هم وشي او زموږ په ټولو پولو کې د سولې لامل وګرځي، دا به یو مهم بدلون وي او موږ به یې هرکلی وکړو.»

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «د طالبانو حکومت ځینې ګامونه پورته کړي چې ښيي پاکستان له دغو ګامونو ډاډمن دی. یوه خبره کوم چې له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان په سرحدي سیمو کې هېڅ‌ ډول برید نه دی شوی.»

که څه هم اسلام‌اباد له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو د طالبانو له خبرو سره ډېر موافقت هم نه ښيي؛ که څه هم طالبان وايي، افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي خو د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ترکستان اسلامي غورځنګ او ځینې نورې ډلې په افغانستان کې حضور لري او دا د اندېښنې وړ ده.

یو شمېر افغان سیاستوال وايي، طالبان د پاکستان سرخوږی ټي‌ټي‌پي پایته رسوي؛ خو د افغانستان په شمال کې د هغوی جنګیالیو ته په پناه ورکولو هم هېواد د بهرنیو ترهګرو پر پناه‌ځای بدلوي، هم منځنۍ آسیا ته ګواښ جوړوي او هم ټولنیز جوړښت بدلوي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي: «دوی په منځنۍ آسیا کې د تشویش او ناامنۍ لامل کېږي او له بلې خوا د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افراط پالو ډلو د نفوذ زمینه برابروي، همداراز د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې قومي جوړښت ته زیان رسوي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان استازی بیا هیله‌من دی چې که د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې ځای‌پرځای شي او د دوی د هېواد سرحدونه امن شي، له طالبانو به هرکلی وکړي؛ ځکه اسلام‌اباد له مخالفینو سره مذاکرات بند کړي دي.

طالبانو د هېواد په ځینو برخو کې د هغو کسانو ځا‌ی‌پرځای کول چې پاکستاني کډوال یې بللي، تایید کړي، خو د ډېری افغان سیاستوالو په باور طالبان به د افغانستان په شمال کې نوې جګړه رامنځته کړي.