نړۍ

د بلاروس ولسمشر: د واګنر مشر زموږ په هېواد کې نشته او روسیې ته تللی

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې د واګنر امنیتي شرکت مشر یوګیني پریګوزین چې ۱۲ ورځې مخکې یې د روسیې حکومت پر ضد وسله وال پاڅون کړی و، په بیلاروس کې نشته.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د لوکاشینکو په منځګړیتوب پاڅون پای ته ورسېد او پریګوزین بیلاروس ته د تللو اجازه ترلاسه کړه.

د جون په ۲۷ مه لوکاشینکو اعلان وکړ چې د واګنر ډلې مشر دې هیواد ته رسېدلی.

خو لوکاشینکو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پریګوزین د بیلاروس په خاوره کې نشته او اوس د روسیې په سن پیټرزبورګ کې دی یا ښايي مسکو ته تللی وي.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وايي: «د یوګیني واسیلیویچ پریګوزین یا ویکتورویچ په اړه، سمه ده؟ هغه په ​​سن پیټرزبورګ کې دی. هغه نن سهار چیرته دی؟ هغه ممکن مسکو یا بل کوم ځای ته تللی وي، خو د بیلاروس په خاوره کې نه شته.»

د بیلاروس د ولسمشر څرګندونو د تړون د شرایطو او پلي کیدو په اړه چې د واګنر ډلې پاڅون يې پای ته ورساوه، ناڅرګندتيا زياته کړې.
کرملین هم اعلان کړی چې د یوګیني پریګوزین د تحرکاتو په اړه خبر نه لري.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وايي: «موږ د یوګیني پریګوګین حرکتونه نه څارو. موږ نه د دې کار فرصت لرو او نه هم غواړو چې دا کار وکړو.»

یوګیني پریګوزین ۱۲ ورځې وړاندې وروسته له هغې چې د روسیې د دفاع وزیر او لوی درستیز یې په قصدي ډول د خپلو ۲۰۰۰ پوځیانو په نښه کولو او وژلو تورن کړل، پاڅون وکړ.

هغه خپل ځواکونه د مسکو په لور وخوځول او دوه سوه کيلو متره د روسیې پلازمینې ته وړاندې شول. خو د هغه پاڅون ۲۴ ساعته هم دوام ونه کړ او د بلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب پای ته ورسېد.
کرملین هم واګنر ته اجازه ورکړه چې بیلاروس ته ولاړ شي او د تیرو خدماتو په خاطر يې د هغه د سرتېرو سزا هم معاف کړه.