افغانستان

کابل کې له طالب چارواکو سره د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د شارژدافیر کتنې

د افغانستان د مخکیني حکومت له سقوط وروسته کابل ته اروپايي دیپلوماتان کم سفرونه کوي.

په ترټولو تازه مورد کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرت ډیکسن کابل ته سفر کړی.

رابرت ډیکسن کابل ته په سفر کې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د طالبانو له پوځي مخالفینو د بریتانیا له نه ملاتړه هرکلی کوي او ویلي یې دي چې دغه هېواد باید د افغانستان وضعیت د رسنیو له عینکو ونه‌ارزوي.

خو کارپوهان باوري دي چې دغه لیدنه د پوځي – استخباراتي موضوعګانو په چورلیز شوې ده.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، لیکلي چې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره په تحصیلي بهیر کې د همکارۍ د پیاوړتیا په تړاو لیدلي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت چې اوس‌مهال په دوحه کې دی، د دغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

خو ځیني شنوونکي ټینګار لري، له دې چې طالبان نړۍ ته غوږ نه ږدي او خبرې او عمل تناقض لري، دا سفرونه او لیدنې د پام وړ پایلې نه لري.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې دوو کلونو پوره کېدو ته یوه میاشت پاتې ده، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلی دیکسن تېره میاشت د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د نوي شارژدافیر په توګه وګمارل شو. بریتانیا د مخکیني نظام له سقوط وروسته خپله دیپلوماتیکه استازولي دوحې ته ولېږدوله.

دا کتنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له کابو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې دي. همداراز له شپږو میاشتو راپه دېخوا د نجونو پرمخ پوهنتونونه هم تړلي دي.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو تامین او همداراز د بشري حقونو رعایتول له طالبانو سره د تعامل لپاره د نړۍ شرطونه دي.