نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

نړۍ کې د اختر لمانځل، د روسیې او بلاروس ولسمشرانو ترمنځ د خبرواترو په اړه د لوکاشنکو څرګندونې او هند کې سېلابونه د نن ورځې د نړیوالو خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

په اسلامي هېوادونو کې د اختر لمانځل

په ټوله نړۍ کې اسلامي هېوادونو نن چهارشنبه د لوی اختر لومړي ورځ د اختر لمانځه په ترسره کولو ولمانځله.

په ټول منځني ختیځ، د اسیا په ځینو برخو او د افریقا په شمال کې مسلمانانو چهارشنبه سهار جوماتونو ته په تلو د لوی اختر لومړی ورځ ولمانځله.

د غزې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ستونزو په شتون کې بیا هم جشن نیسي او هیله یې دا ده چې په سیمه کې تر دې ښې ورځې راشي.

لوی اختر هره کال د افغانستان په ګډون ټولو اسلامي هېوادونو کې د قربانۍ په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي.

لوکاشنکو وايي چې پوتین د بلوا پرمهال غوښتل پریګوژین «له منځه یوسي»

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي چې هغه بریالی شو د روسیې ولسمشر قانع کړي ترڅو «د یوګني پریګوژین د ځواکونو ماموریت له منځه یونه‌سي.»

پوتین لومړی ژمنه وکړه چې بلوا وځپي او هغه یې د نړیوالې جګړې له کړکېچ سره چې د ۱۹۱۷ د انقلاب او وروسته د کورنۍ جګړې لامل شوه پرتله کړه، خو ساعتونو وروسته بلاروس ته د پریګوژین او د هغه د ځینو ځواکونو د تلو لپاره یوه هوکړه ترلاسه شوه.

پریګوژین د سه شنبې پر ورځ له روسیې بلاروس ته ولاړ.

لوکاشنکو له پوتین سره د خپلو خبرو په اړه د څرګندونو پر مهال وویل، له پوتین سره په خبرو کې پوه شو چې بېرحمانه پرېکړه نیول شوې ده.

کرملین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هند په شمال ختیځ کې سېلابونه

د هند شمال ختیځ نن له سېلابونو سره مخ و، چې له امله یې د لوی اختر د لمانځلو لپاره د دې برخې د اوسېدونکو روحیه کمزورې شوې وه.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، ښايي د سېلابونو راتلل دوی اړ باسي ترڅو د اسام ایالت نورو برخو ته ولاړ شي.

د هند د هواپېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د اونۍ تر پایه به ټول هېواد کې موسمي بارانونه وشی او تمه کېږي چې سخت ورښت د راتلونکې اونۍ تر یکشنبې ورځې پورې د هند د شمال ختیځ ټولې برخې وپوښي.