نړۍ

حاجیان د حج د تر ټولو مهمې فریضې د ادا کولو لپاره د عرفات غونډۍ ته ولاړل

د حج زیارت کوونکي د سه شنبې په سهار د حج د تر ټولو مهم رکن د پرځای کولو لپاره د عرفات غونډۍ ته ولاړل.

د لمر راختو په نږدې کېدو سره حاجیان مکې ته نږدې د عرفات پر واټونو د عرفات د غره په لور ځي؛ هغه ځای چې ویل کېږي د اسلام سترپیغمر حضرت محمد ص ۱۴ پېړۍ مخکې د هغه وخت مسلمانانو ته خپله وروستۍ خطبه ویلې وه.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې څه د پاسه ۱،۶ میلیونه حاجیان تر یکشنبې ورځې د حج مراسمو د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.

سعودي عربستان له ۲۰۱۹ کال وروسته د کووېډـ۱۹ ناروغۍ د محدودیتونو له لیرې کولو وروسته د لومړي ځل لپاره، سږ کال د ۲،۶ میلیونه حاجیانو کوربتوب ته چمتو دی.

حج چې په نړۍ کې تر ټولو لوی مذهبي مراسم ګڼل کېږي، پر مسلمانو فرص دی او هر شتمن مسلمان باید په ژوند کې یو ځل د حج ادا کولو لپاره ولاړ شي.