د پوګني پريګوژین په مشرۍ د واګنر امنیتي شرکت او روسیې پوځ ترمنځ کړکېچ له نږدې ۲۴ ساعتونو وروسته پایته ورسېد.
د شنبې په ورځ د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشنکو په منځګړیتوب پريګوژين خپلو ځواکونو ته چې مسکو ښار ته نږدې شوي وو، خپل مرکز ته د بېرته ګرځېدو امر وکړ.
د روسیې د ولسمشرۍ دفتر ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د هوکړې له مخې پریګوژین بلاروس ته ځي او د هغه پروړاندې به قضايي شکایت هم لغوه شي.
د روسیې د ولسمشرۍ دفتر ویاند دیميتري پسکوف وايي: «هوکړه وشوه چې د واګنر خصوصي امنیتي شرکت ځواکونه خپل مرکز ته ستانه شي. د هغوی یوه برخه چې په راتلونکي کې د خدمت لېوالتیا ولری، د دفاع له وزارت سره به ځیني قراردادونه لاسلیک کړي. دا چاره د هغوی برخو په اړه اجرايي کېږي چې په دې موضوع کې یې ګډون نه دی کړی.»
په دې لړ کې، یو شمېر کارپوهان وايي، چې د تېرې ورځې له جنجالونو سره سره، پوتین نه شي کولای پریګوژین د واګنر شرکت له ریاست څخه لیرې کړي.
د کینګ پوهنتون د دفاعي څېړنو برخې غړې مارینا میرون وايي: «پوتین دقیقا پوهېده چې کومې تڼۍ کېکاږي او وتوانېده د صحنې تر شا ستونزه هواره کړي او اجازه ورنهکړي چې هر څه ګډوډ شي. له همدې امله زه فکر نه کوم چې د هغه حکومت په دې پېښې سره کمزوری شي.»
پریګوژین په روانه اونۍ کې د هغو قراردادونو د لاسلیکولو چې ځواکونه یې د روسیې د دفاع وزارت تر واک لاندې راوستل سرغړونه وکړه.
هغه دوې ورځې مخکې ادعا وکړه چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د لوی درستیز والري ګراسیموف په امر د دغه هېواد پوځ د اوکراین په جنګي سیمو کې د واګنر مرکزونه په نښه کړي او د ده نږدې ۲ زره سرتېري یې وژلي دي.
پريګوژین وروسته خپل ځواکونه د هغه څه په موخه چې «د عدالت پلي کول» یې بللي مسکو ته ولېږل او روستوف ښار یې ونیوه او د دغه هېواد د پلازمېنې تر ۲۰۰ کلیومترۍ یې پرمختګ کړی و.