نړۍ

مکرون: باید د موسمي بدلونونو ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره اقدام وکړو

پاریس د موسمي بدلون په اړه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی.

په دې غونډه کې د نړۍ مشران له موسمي بدلون سره د مبارزې لپاره د لا زیاتې بودجې په بېلولو نظرونه سره شریکوو.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په دې ناسته کې وویل چې د نړۍ مشران، خصوصي سکتور او نړیوال سازمانونه باید د موسمي بدلون د پایلو د مخنیوي لپاره د نړیوال مالي سیسټم د کار کولو طریقې ته د بدلون لپاره په چټکۍ سره عمل وکړي.

مکرون زیاته کړه: «د بې وزلۍ، موسمي بدلون، حیاتي تنوع د بریالیتوب او له منځه وړلو لپاره، یوازې د دولتي پیسو او رسمي پرمختیایي مرستو ترسره کول ناشوني دي. له همدې امله، موږ باید یو ډله ییز حرکت رامنځته کړو، او موږ خصوصي څانګې، ډېرو دولتي صندوقونو، د شتمنو مدیرانو او ټولو شخصي پیسو ته چې کولی شي د دغو موخو په لور دقیقاً هدايت شي، اړتيا لرو.»

د دې ناستې موخه د کم عایده هېوادونو د پورونو د بار کمولو لپاره د موسمي بدلون سره د مبارزې لپاره د لارې نقشه ټاکل او د لا زیاتې بودجې بېلول دي.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالانو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د موسمي بدلون او د هغې نړیوالې پایلې جدي وګڼي او په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د موسمي چارو فعالې وینیسا ناکات د پاريس په ناسته کې وویل چې د هیوادونو لخوا د فوسیلي سون توکو بې درېغه کارول به د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

نوموړې څرګنده کړه: «لومړی، له موږ ټولو غواړم، د هغو خلکو لپاره چې په ټوله نړۍ کې رنځ وړي، لوږه تېروي، بې ځایه شوي، زده کړې يې پاتې شوي، کم عمرۍ کې ودونو ته اړ شوي، خپل کلتور او تاریخ يې له لاسه ورکړی یوه شیبه سکوت وکړو. هغه کسان چې اوس مهال د موسمي ناورین د ویجاړونکو اغیزو له امله بې وزله، ناهیلي او د مرګ په حال کې دي.»

په همدې حال کې تمه نه کېږي چې د پاریس په سرمشریزه کې کومې ژمنې پریکړې وشي، خو چارواکو د دې ناستې په پلان جوړولو کې ویلي چې بايد د بې وزله هېوادونو د تمویل په برخه کې ځینې پياوړې ژمنې وشي.