افغانستان

کونړ کې د سږنیو سېلابونو له امله د کرونګرو مالي زیانونه

که څه هم په کونړ کې کرنېزې ځمکې کمې دي، خو سره له دې خلک تر ډېره په کرکېله بوخت دي.

د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي سږ کال وروښتونو او سېلابونو د د دوی لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او آن د اوبو سربندونه یې وړي دي.

د سيمې یو تن اوسېدونکی حضرت حسن وايي: «دیوه ګل دره د څوکي ولسوالۍ هغه لویه او ګڼ میشته سیمه ده چې شاوخوا څوارلس زره کورنۍ پکې ژوند کوي د خلکو ټوله هیله کروندې دي که ښه حاصل ورکړي خو ښه  او که نه نو د دوی د یوه کال خوارۍ بېځایه شي، سږ کال سېلابونو زموږ ګڼې ځمکې یجاړې کړې او کانالونه هم تخریب شوي دي.»

ځایي اوسېدونکي ددې ولایت دولتي مسوولین د هغوی د ستونزو په اواري کې په بېغورۍ تورنوي او وايي ژمنې ورسره کېږي خو عملي شوې نه دي.

د سيمې اوسېدونکی ملک سرور وايي: «تراوسه زموږ د دې سیمې د اوسېدونکو پوښتنه هېچا نه ده کړې نه هم حکومت او نه نړیوالو موسسو نو که وضعیت همداسې دوام وکړي موږ اړ یو خپلې مېنې پرېږدوی.»

اخوا، ځایي طالب مسوولین هم دا ستونزې مني او د سیمې د اوسېدونکو په شان له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د څوکۍ لپاره د طالبانو ولسوال هجرت الله وايي: «دلته نړیوالو موسسو ته د کار فرصتونه برابر دي زموږ خلک بېوسه دي او په شخصي لګښت ځمکې او کانالونه نه شي آبادولای نو غوښتنه مو دا ده چې دا بنسټونه زموږ خلکو ته کار وکړي.»
کونړ چې یو غرنۍ ولایت دی کرنیزې ځمکې یې د غرونو په لمنو کې دي چې تر ډېره د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

سږ کال سېلابونو د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کروندګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي چې یوازې په څوکۍ ولسوالۍ کې کابو ۱۵۰جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.