افغانستان

د طالبانو پر توپیري سیاستونو د امنیت شورا ناستې د ګډون والو نیوکه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازو په هغه غونډه کې چې پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، ټولو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تبعیضي سیاستونو نیوکه وکړه او ټینګار کوي چې له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره تر ټولو مهم انتخاب د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته د طالبانو درناوی دی.

د امريکا استازي په دې ناسته کې وويل چې د طالبانو کرکجنو پرېکړو د افغانانو کړاو او دردونه نور هم زيات کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ وویل: «متحده ایالات یو ځل بیا د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه غندي، دا بندیزونه بې مانا دي چې د نړۍ په هېڅ ځای کې نه دي لیدل شوي او موږ د دغو بندیزونو د سمدستي لیرې کېدو غوښتونکي يوو.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې کوي او وايي چې د ښه راتلونکي لپاره هیله نه شته.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل: «موږ واک ته د طالبانو د رسېدو دوو کلونو پوره کېدو ته رسيږو او د افغانستان د ۲۸ میلیونه وګړو په ګډون چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، افغانان راتلونکي ته وړه مثبته هيله نه لري.»

د ایران استازي که څه هم د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې، خو له نړۍ غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ايرواني وویل: «دا ډیره اړینه ده چې نړیواله ټولنه د بشري مرستو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او د افغانستان خلکو ته د ښه راتلونکي لپاره ډېره هيله ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د روسیې استازي له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي په نيوکې سره وايي چې د نړۍ اقتصادي او سیاسي بندیزونو دوام د افغانستان خلکو اړمن کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نیبنزیا وویل: «څنګه کېدی شي چې د بې سارې اقتصادي او بشري ناورین په حل کې د ریښتینې مرستو چمتو کولو نه لیوالتیا د دروغو او ځان ښودنې سرليکونو لاندې تشرېح شي؟»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم په دې ناسته کې وویل، تر هغې چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي. د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار کړی چې له سیاسي پلوه د طالبانو رژیم “منزوي او استبدادي” پاتې شوی.