افغانستان

د تورخم دروازه د پرلپسې څلورمې ورځې لپاره هم دترافيکو پرمخ تړلې ده

د تورخم دروازه د پرله پسې څلورمې ورځې لپاره هم د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. یو شمېر افغانان، په ځانګړې توګه ناروغان، آمو ته وويل، چې د دې لارې تړل کېدو له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د دې لارې دواړو غاړو ته کورنۍ او ناروغان د ګېټ د خلاصیدو دقیقې شمیري.

د افغانستان یو شمېر اوسیدونکو آمو ته وویل، چې د تورخم د لارې بندیدو دوى له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوی په خبره، د تورخم لارې د تړل کېدو له امله لسګونه کورنۍ چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي له سختو ننګونو سره مخ دي.

د فاریاب یو اوسېدونکی حاجي رسول وايي:«موږ د تورخم په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ یو. په تورخم کې لسګونه کورنۍ په پاکستان کې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د دې لارې د پرانیستلو انتظار باسي. موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه دروازه ژر تر ژره پرانیزي.»

د ننګرهار اوسېدونکی وحیدالله وايي:«موږ د تورخم په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ یو. په تورخم کې لسګونه کورنۍ په پاکستان کې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د دې لارې د پرانیستلو انتظار باسي. موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه دروازه ژر تر ژره پرانیزي.»

په ورته وخت کې؛ یو شمېر موټر چلوونکي د پاکستان پر دغه چلند نیوکه کوي او وايي چې له څلورو ورځو راهیسې د تورخم له لارې دوی ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

موټر چلوونکی نادرشاه وايي:«له پنځو ورځو راهیسې د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه لرم. زما په څېر لسګونه نور موټر چلوونکي د دروازې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.»

د تورخم د دروازې پاکستاني چارواکي وايي، هڅې روانې دي، چې په نوې ودانۍ کې د برېښنايي سیستم تر نصبولو وروسته دغه لاره سبا بیا پرانیستل شي.

د تورخم – پاکستان لارې د تخنیکي څانګې مدیر ابراهیم وايي:«له درېیو ورځو راهیسې لاره تړلې ده. خو په نوې ودانۍ کې د الکترونیکي سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره له څلوېښت ساعتونو  راهيسې هڅې روانې دي. «که څه هم د سیسټمونو د سمون لپاره زموږ جدي هڅې دوام لري، په نوې ودانۍ کې د کډوالۍ سیسټم لیږدولو او نصبولو لپاره یوه بله ورځ هم اړینه ده.»

تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ له ګڼې ګوڼې ډکه لار بلل کېږي، چې هره ورځ له دې لارې سلګونه ټنه سوداګریز توکي صادر او واردېږي او له همدې لارې زرګونه افغانان پاکستان ته تګ راتګ کوي.

خو څلور ورځې وړاندې پاکستان اعلان وکړ چې نوې ودانۍ ته د پاسپورټ د کنټرول او د کډوالۍ د نورو خدمتونو د لېږد له امله به د تورخم دروازه د درېیو ورځو لپاره تړلې وي. خو د تورخم په دروازه کې پاکستاني چارواکي وايي، چې ښايي سبا به د نوې ودانۍ تر لېږدولو وروسته بېرته پرانستل شي.