د المپیک نړیوالې کمیټې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې افغان نجونو او ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړي.
دغې کمیټې ویلي چې د افغانستان د ورزش وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی.
دغه سازمان ویلي: «د المپیک نړیواله کمیټه همداراز په افغانستان کې ورزش ته ښځو او نجونو په لاسرسي کې پر دوی د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه لري؛ هغه محدودیتونه چې د المپیک د نړیوالې کمیټې له بیا بیا غوښتنې سره سره نه دي لیرې شوې او د تبعیض او درناوي په اړه د المپیک د ارزښتونو خلاف دي.»
د المپیک نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې دا بنسټ په خپله راتلونکې ناسته کې چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره کېږي، د افغانستان د ورزش وضعیت څېړي او «حق لري چې سپورت ته د ښځو او نجونو د لاسرسي د خوندیتوب لپاره هر ډول زیات تدابیر ترسره کړي.»
دغه بنسټ ویلي: «تر هغه وخته، د المپیک د نړیوالې کمیټې د مدیره پلاوي پرېکړه چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په شپږمه شوې او په هغې کې د افغانستان د المپيک له ملي کمیټې هر ډول ملاتړ او د فعالیتونو د دوام په اړه ځانګړي شرایط بیان شوي، په بشپړ ډول پر خپل ځای دي.»
دغه بنسټ همداراز زیاته کړې چې تراوسه په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو او پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه نه ده شوې.
نوموړې کمیټې ټینګار کړی «له هغو لوبغاړو خپل مستقیم ملاتړ ته دوام ورکوي چې غواړي د پاریس د ۲۰۱۴ کال المپيک لوبو کې ګډون وکړي.»