فرهنګ او هنر

د ننګرهار یو هنرمند: له سینما پرته ژوند راته د زندان په شان دی

محمد یونس کامه وال اوس یوازې تېرې کړنې او فعالیت په یاد راوړي او ددغه راز فعالیتونو لپاره یې هیله له لاسه ورکړې.

نوموړی، چې ۱۴ کاله یې په ننګرهار کې د تياتر په برخه کې کار کړی او په دې ولایت کې یې ګڼ مینه وال هم لرل. اوس یوازې خپلې پخوانۍ ویډیو ګانې ګوري.

تیاتر لوبغاړی محمد یونس کامه‌وال وايي: «کابو ۱۴ کاله کېږي چې دې ډګر کې کار کوم، کوزې پښتونخوا نه مې پیل کړی او بیا چې افغانستان ته راغلم په رسنیو کې مې کار وکړ.»

د طالبانو په بیا واکمنېد سره هغه د هنري فعالیتونو په نشتوالي کې، د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په اړه اندېښمن دی.

ښاغلی کامه‌وال زیاتوي: «زه د تمثیل ترڅنګ رباب او منګی ښه غږولی شم په ډېرو محفلونو کې مې د موسیقۍ پروګرامونه هم کړي، ما منګی ډېر غږولی خلکو به هڅولم، بیا مې له شوقه کله کله رباب او شپېلۍ هم غږولې ده.»

نوموړی وايي، د سینمايي فعالیتونو په نشتوالي کې ژوند ورته سخت شوی او خواشینی دی چې د تياتر په برخه کې یې لاسته راوړنې په سیند لاهو شوې.

ادب پوهان له طالبانو غواړي چې هنري فعالیتونو ته درناوی وکړی.

د پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وايي: «هنر انسان ته د روحیې ورکولو په برخه کې مهم رول لري او باید هنري کارونو ته درناوی وشي.»

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره نه یوازې ښځې له محدودیتونو سره مخ شوې، بلکې سندرغاړي او د سینما برخې هنرمندان هم د هنري فعالیتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.