افغانستان

د کونړ په یوه لیرې پرته سیمه کې د پاکو اوبو شبکې جوړېدل

د اوبو دا دوه لویې شبکې د کونړ په لیرې پرته پیچ درې ولسوالۍ کې تازه جوړې شوې دي.

دلته د لمریزې برېښنا پر مټ له نږدې دوه سوه متره ژورې څا پاکې اوبه راایستل  کېږي چې کابو دوه زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د سرچ موسسې ځايي مسوول سید حسین وايي: «کونړ یو له هغه ولایتونو دی چې په ډېری سېمو کې يي خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري چې دغې چارې هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي زموږ تل هڅه دا ده چې دوی ته خدمات وړاندې کړو.»

تر دې مخکې په دغه سیمه کې پاکو اوبو ته لاسرسی ګران و او ښځو به له لیرې سیمو د څښاک لپاره پر سر اوبه راوړلې چې خورا ستونزمن کار و.

د سیمې اوسېدونکی شیرمحمد وايي: «پخوا موږ په پېچ درې ولسوالۍ کې د اوبو نشتون ډېر اندېښمن کړي وو چې مېرمنو او ماشومانو به له لیرې چینو او څاګانو په سرونو اوبه راوړي اوس پر دې شبکې خوښ یو.»

د دې شبکو په جوړولو سره یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې. د سیمې اوسېدونکي هم ددې پروژې پر عملي کېدو خوښ دي.

د سیمې اوسېدونکی امداد الله وايي: «نه یوازې زمونږ کورنیو ته پاکې اوبه ورسېدې بلکي ډېری ځوانانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي، موسسې د افغانانو دغه بد حالت درک کولای شي هیله مو دا ده چې دا ډول ګټورې پروژې نورې هم عملي شي.»

کونړ له هغو ولایتونو څخه دی چې په ډېری سیمو کې یې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی له مسوولینو او د مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره د پاکو اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي.

که څه هم کونړ څپانده سیند لري، خو د چارواکو بېغوري او د پاکستان فشارونو د دغه سیند له اوبو افغانان بې برخې کړي دي.