افغانستان

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې ګډون والو له افغان مېرمنو ملاتړ وکړ

په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې، ددغې شورا ۵۳مه ناسته د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د توپیري چلند په هکله جوړه شوې او ټول په یوه آواز له افغان مېرمنو د ملاتړ غږ پورته کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او له تاوتریخوالي او همداراز د ښځو خلاف سیاستونو څخه لاس واخلي.

د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د استازو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچاد بنت، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا ښځو د حقونو په اړه د خپل راپور تازه جزییات وړاندې کړل.

ښاغلی بنت د افغان مېرمنو د محرومیت په وړاندې د مبارزې لپاره د عملي ګامونو پورته کولو غوښتونکی دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم وویل چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د امریکا ستراتیژیک لومړیتوب دی او د ښځو په وړاندې یې د طالبانو پر توپیري سیاستونو نیوکه وکړه.

د معترضو مېرمنو استازې همې له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید د ښځو په وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه د فرمانونو په صادرولو بسنه ونه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله پروانه ابراهیم خېل نجرابي وايي: «زه د یوې افغان مېرمنې په توګه غواړم له تاسو وپوښتم چې که ستاسو ښځې او ماشومان په دا ډول شرایطو کې وي، آیا تاسو د اعلامیې په صادرولو بسنه کوله او یا دا چې عملي ګامونه مو پورته کول؟»

د هغو ننګونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې مسوولیت منل چې اوسمهال افغان مېرمنې هغه زغمي، د دې ناستې یوه مهمه غوښتنه وه.

په دغه ناسته کې یونیسف یا له ماشومانو د ملاتړ صندوق هم له طالبانو غواړي د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د یونیسف استازې وايي:«یونیسف په افغانستان کې له مسوولو چارواکو غواړي چې بشري حقونو په تېره بیا د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ماشومان ښوونځي ته تلای شي او له تاوتریخوالي خوندي دي.»

د هغو هېوادونو په استازو کې چې په دې ناسته کې یې د ښځو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې، د قطر، ایران او پاکستان استازو هم د افغان مېرمنو په ملاتړ غږ پورته کړ.

په دې ناسته کې د ایران استازی وايي: «ایران په پرلپسې توګه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی او د ښځو په ګډون افغانان په سوله ییزه فضا کې د ژوند مستحق دي.»

په ناسته کې د قطر استازې څرګنده کړه: «زموږ هېواد د نجونو د زده کړو د درېدو او د ښځو د کار د مخنیوي په تېره بیا په نادولتي بنسټونو کې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.»

دا راپور چې د روان کال په مې میاشت کې د ۵۱ ښځو په ګډون له ۷۹ تنو سره د مرکو او یوې سروې پر بنسټ چمتو شوی، په هغه وخت کې له دوه زره او ۱۱۲ تنو سره د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې خبرې شوې دي.

که څه هم طالبانو تراوسه ددې راپور په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو د حقونو عملي کولو ته ژمن دي.